Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 106

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه ده چې په زړه کې دې شک او تردد وي او نه غواړې چې خلک پرې خبر شي».
صحيح دی لومړی حدیث: مسلم روایت کړی دی، او دوهم حدیث: احمد او الدارمي روایت کړی دی.
«دا څلور ځانګړنې دي چې په چا کې وي منافق دی، او که له دغو ځانګړنو څخه یوه هم په کې وه، نو د منافقت یوه ځانګړنه به پکې وي تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي، دروغ وایي، کله چې وعده کوي، وفا پرې نه کوي، کله چې شخړه کوي سپکې سپورې وایي، او کله چې تړون وکړي نو خیانت کوي».
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منبر ناست و او موږ یې شاوخوا ناست وو، نو ویې فرمایل: «له هغه څه نه چې زه له ما څخه وروسته ستاسو په اړه وېره لرم دا دی چې پر تاسو به دنیا او زینت یې پرانستل شي (پراخي به درباندې راشي). بیا یو سړي وویل: اې د الله رسوله! آیا کېدی شي چې خیر شر وزېږوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم غلی شو، نو (دې سړي ته وویل شو چې: څه خبره ده چې؟ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خبرې کوې او هغه له تا سره خبرې نه کوي؟ نو موږ ولېدل چې پر هغه وحی نازلېده؟ وايې: بيا يې له خپل (تندي) څخه خولې وچې کړې او ویې ویل: پوښتونکی چېرته دى؟ داسې و لکه چې ویې ستایي، ویې ویل :«په حقیقت کې، خېر شر نه زېږوي، او هغه څه چې په پسرلي کې وده کوي، یا خو وژل کوي او یا مرګ ته نږدې کول، پرته له شنه خوړونکي حیوان، کوم چې تر هغه پورې خوړل کوي تر څو یې چې تشي وپړسېږي، بیا نو د لمر سترګې ته مخ شي سوټې او متیازې وکړي او بیا وڅرېږي، او یقینا چې دا مال شین او خوږ دی، نو غوره مسلمان هغه دی چې یو څه ترې مسکین، یتیم او مسافر ته ورکړي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، او یقینا چې څوک یې په ناحقه واخلي، نو د هغه چا په څېر به وي چې خوري او نه مړیږي، او د قیامت په ورځ به پرې ګواه وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«يَعْقِدُ الشَّيْطَانُ عَلَى قَافِيَةِ رَأْسِ أَحَدِكُمْ إِذَا هُوَ نَامَ ثَلاَثَ عُقَدٍ يَضْرِبُ كُلَّ عُقْدَةٍ عَلَيْكَ لَيْلٌ طَوِيلٌ، فَارْقُدْ، فَإِنِ اسْتَيْقَظَ فَذَكَرَ اللَّهَ، انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ تَوَضَّأَ انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ صَلَّى انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَأَصْبَحَ نَشِيطًا طَيِّبَ النَّفْسِ، وَإِلَّا أَصْبَحَ خَبِيثَ النَّفْسِ كَسْلاَنَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک ویده شي نو شیطان یې د سر شاته برخې ته درې غوټي ورکړي او له هرې غوټي سره ورته وایې چې مخې ته دې لویه شپه ده نو ویده شه، که چېرته راویښ شو او الله تعالی یې یاد کړ، نو یوه غوټه یې خلاصه شي، او که اودس یې وکړ (بله) غوټه یې خلاصه شي او که چېرته یې لمونځ وکړ بله غوټه یې خلاصه شي، نفس یې پاکیزه او تازه شي، که نه نو په داسې حال کې به پرې سبا شي چې تمبل او مردار نفس لرونکی به وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي».
صحيح دی متفق علیه دی
«دوه کلمې دي چې په ژبه سپکې، په تله کې درنې او رحمان - ذات - ته محبوبې دي: سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيمِ، سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ»، یعنې پاکي عظیم الله لره ده، پاکي او ستاینه الله لره ده».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو قبرونو تېر شو نو ویې فرمایل: «دوی دواړو ته عذاب ورکول کیږي، او په کومه لویه ګناه عذاب نه ورکول کیږي؛ یو له دوی څخه به له تشو متیازو ځان نه ساته او بل چې و نو هغه به د خلکو تر منځ چغلګري کوله » بیا یې یوه لنده (لمده) لخته راواخیسته، دوه ترازې یې کړې، او په هر قبر یې یوه لخته وټومبله، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله؟ دا کار دې ولې وکړ؟ ویې فرمایل: « کیدی شي له امله یې له دواړو تر هغه پورې عذاب سپک شي، تر څو چې دواړه وچې شوې نه وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ، تَصَدَّقْنَ، فَإِنِّي أُرِيتُكُنَّ أَكْثَرَ أَهْلِ النَّارِ» فَقُلْنَ: وَبِمَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «تُكْثِرْنَ اللَّعْنَ، وَتَكْفُرْنَ العَشِيرَ، مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ»، قُلْنَ: وَمَا نُقْصَانُ دِينِنَا وَعَقْلِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَلَيْسَ شَهَادَةُ المَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا، أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا». «اې د ښځو ټولیه! صدقه ورکړئ ځکه چې د دوزخ زیاتره خاوندان ماته تاسو راوښودل شوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، د کوم کار له امله؟ ویې ویېل: تاسو ډېر لعنت وایئ، او د خپلو خاوندانو ناشکري کوئ، ما هېڅکله ستاسو په څېر بل څوک د عقل او دین له اړخه نېمګړي نه دي لېدلي چې یو هوښیار سړی له عقل نه خلاص کړي»، هغوی وویل: اې د الله رسوله! پدې کې زمونږ د دین او عقل څه نېمګړتیا ده؟ هغه وویل: "ایا د یوې ښځې شاهدي د نارینه د نیمایي شاهدۍ سره برابره نه ده؟" هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: « دا یې د عقل نیمګړتیا ده. آیا داسې نه ده چې کله پرې حیض راشي نو نه لمونځ کوي او نه روژه نیسي؟ هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: "دا یې د دین له نیمګړتیا څخه ده".
صحيح دی متفق علیه دی