Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 32

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په چپ لاس خوراک کاوه، نو ویې فرمایل: « په ښي لاس وخوره» هغه وویل: نه شم کولای: هغه وفرمایل: ویې نه کړای شې(یعنې لاسونه دې شل شه) هغه - له دې څخه کبر منع کړ چې په ښي لاس خوراک وکړي- وایې: ویې نه کړای شول چې خپل لاس خولې ته پورته کړي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې».
صحيح دی متفق علیه دی
«یقینا چې الله جل جلاله له بنده څخه هغه مهال راضي کیږي کله چې هغه یوه مړۍ وخوري او بیا پرې د هغه ستاینه وکړي (الحمد لله ووایي) او یا یو ګوټ اوبه وڅښي او د هغه ستاینه پرې وکړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي».
صحيح دی متفق علیه دی
زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو زه ټیټ شوم چې (د اودس پر مهال یې) موزې وباسم، نو ویې فرمایل: « پرې یې ږده، یقینا چې له پاکۍ سره مې پښو کړي دي(یعنې په اودس مې پښو کړي دي)» نو مسح یې پرې وکړه.
صحيح دی متفق علیه دی
"د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که یې تل تړل شوي وساتي نو پرې به برلاسی وي او که یې خلاص پرېږدي نو ترې به لاړ شي".
صحيح دی متفق علیه دی
«کله چې ستاسو څخه یو څوک خوراک کوي، نو په ښي لاس دې وخوري، او کله چې څښاک کوي، نو په ښي لاس دې وڅښي، ځکه چې شیطان په چپ لاس خوراک کوي او په چپ لاس څښاک کوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي».
صحيح دی متفق علیه دی