Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 32

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

"الله عزوجل فرمایلي: د آدم زوی ما ازاروي، په زمانې بد وایې، حال دا چې زه زمانه یم، چاره زما په لاس کې ده، شپه او ورځ اړوم راړوم".
صحيح دی متفق علیه دی
«سپور به په پیاده، پياده به په ناست او کم به په ډېرو سلام اچوي».
صحيح دی متفق علیه دی
«آيا تاسو پوهېږئ چې غيبت څه ته وايي؟ هغو وويل: الله جل جلاله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: " په هغه څه سره دې د (مسلمان) ورور یادول چې هغه یې نه خوښوي." وویل شو: پدې اړه خبر راکړه چې: که چېرته زما په ( مسلمان ) ورور کې هغه څه وي چې زه وایم؟ ویې فرمایل: "که چېرته هغه څه پکې وي چې ته یې وایې نو غیبت دې وکړ او که چېرته پکې نه وي نو تور ( تهمت ) دې پرې پورې کړ».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سرپرستي کې کوچنی ماشوم وم، (د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې) لاس په کاسه کې آخوا او دېخوا کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: « اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه» نو له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.
صحيح دی متفق علیه دی
«مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله تعالی به هغه چا ته نظر و نه کړي چې خپل کالي د تکبر په نیت د ځان پسې راکاږي».
صحيح دی متفق علیه دی
"د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي ."
صحيح دی متفق علیه دی
"کله چې ستاسو څخه یو څوک اودس وکړي، نو پوزې ته دې اوبه واچوي، بیا دې سوڼ کړي، او که له تاسو څخه یو څوک اودس وچوي نو په تاق عدد (اودس ماتو) دې وچ وکړي او کله چې له تاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅیږي، نو خپل لاس دې ومینځي، مخکې له دې چې هغه په ​​لوښي کې ښکته کړي، ځکه چې ستاسو څخه یو څوک پدې نه پوهیږي چې لاس یې شپه چېرته تېره کړې ده». او د مسلم لفظ داسې دی: کله چې له تاسو څخه څوک له خوبه راویښ شي، نو تر هغې دې خپل لاس په لوښي کې نه ډوبوي، تر څو چې یې درې ځلې پرېمنځلی نه وي، ځکه هغه نه پوهېږي چې لاس یې په کوم ځای کې شپه تېره کړې ده».
صحيح دی متفق علیه دی