Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 68

فلټرونه لرې کړئ
«‌آیا زه تاسو ته د تر ټولو لویو ګناهونو څخه خبر درنکړم»؟ درې ځلې (یې دا خبره تکرار کړه) هغوی وویل: هو (یعنې خبر راکړه) اې د الله جل جلاله رسوله! ویې فرمایل: د الله سره شرک کول او د مور او پلار نافرماني» او کېناست، پداسې حال کې چې تکیه یې وهلې وه، نو ویې فرمایل: « خبردار اوسئ د دروغو د ګواهۍ په اړه» (یعنې ځان ترې وساتئ)، وایي: تر هغه پورې یې دا خبره تکراروله تر دې چې مونږ وویل: کاش چې چپ شوی وای.
صحيح دی متفق علیه دی
«يو سړی و چې خلکو ته به یې پور ورکاوه، نو خپل غلام ته به يې ويیل: کله چې داسې سړي ته ورغلې چې په تنګستیا کې و نو ورته ترې تېر شه، ښايي الله مونږ ته زمونږ - له ګناهونو - څخه تېر شي، نو د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې له ګناهونو یې ورته تېر شو».
صحيح دی متفق علیه دی
«سړی به د سړي شرمګاه ته نه ګوري، او ښځه به د ښځې شرمګاه ته نه ګوري او نه دې یو سړی له بل سړي سره په یوه جامه کې ځان پټوي او نه دې یوه ښځه له بلې ښځې سره په یوه جامه کې ځان پټوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
آیا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟»هغوی وویل: په موږ کې مفلس هغه څوک دی چې درهم او توښه ونه لري، نو هغه وفرمایل: «یقینا چې زما په امت کې مفلس هغه څوک دی چې د قیامت په ورځ د لمانځه، روژې او زکات سره راشي، (خو) په داسې حال کې به راشي چې دې ته کنځل کړي، پر ده یې تور (تهمت) پوری کړی، د ده یې مال خوړلی، د ده وینه یې توی کړې او دا یې وهلی؛ نو ده ته به یې له نیکۍ ورکړل شي او دې ته به یې هم له نیکۍ ورکړل شي، نو که چېرته یې نیکۍ مخکې لدې خلاصې شي چې د خلکو حقونه ادا کړي، د خلکو ګناهونه به راواخېستل شي او پر ده به ورواچول شي، او بیا به په اور کې وغورځول شي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
ما نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل: د صفیه په اړه دې همدا بس دی چې داسې او داسې ده …» (یو راوي وايي: مطلب یې دا و چې له لوړوالي له لحاظه ټیټه ده)، رسول ﷺ وفرمایل: «داسې یوه خبره دې وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شي، نو خوند او بوی به یې تغییر کړي»، وایي: او ما ورته د یو چا کېسه وکړه، نو ویې فرمایل:« زه نه خوښوم چې یو څوک په یو څه سره یاد کړم حال دا چې خپله داسې او داسې یم».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
«په حقیقت کې الله تعالی په هر څه کې مهرباني فرض کړې ده ، نو کله چې تاسو وژنۍ، په مهربانۍ سره وژل وکړئ، او کله چې تاسو حلاله کوئ، نو په مهربانۍ سره حلاله وکړئ، او که ستاسو څخه یو څوک حلاله کوي نو خپله چاړه دې تېره کړي، او څاروی دې راحت کړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم".
حسن امام بخاري په الأدب المفرد کې، احمد او البیهقي روایت کړی دی.