Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 68

فلټرونه لرې کړئ
"یوه له هغو ویناوو څخه چې خلکو ته له لومړي نبوت څخه پاتې ده دا ده: 'کله چې حیا نه کوې، نو هر څه چې وغواړې هغه وکړه".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ». "د قيامت په ورځ د مؤمن په ترازو کې له ښو اخلاقو څخه بل څه دروند نشته، او یقینا چې الله جل جلاله له فاحش او بې حيا څخه نفرت کوي".
صحيح دی ابو داود او الترمذي روايت کړی دی
"(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ".
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې د خپل ګاونډي درناوی وکړي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو هغه دې د خپل میلمه پالنه وکړي».
صحيح دی متفق علیه دی
"مسلمان ته کنځل کول فسق دی، او له هغه سره جنګ کول کفر دی".
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) نه په بازارونو کې چیغې وهونکی و او نه یې بدې ته په بده ځواب ورکاوه، بلکې بخښنه یې کوله او (خلکو ته د هغوی له بدیو) به تېرېده.
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې وصیت راته وکړه، هغه وفرمایل: « مه غوسه کېږه » هغه څو ځله تکرار کړه، ویې فرمایل: "مه غوسه کېږه".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د نیکۍ او ګناه په اړه پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: «الْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ، وَالْإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ». «نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه دي چې ستا په زړه کې ټکه پیدا کړي او بد ګڼې چې خلک پرې خبر شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی