Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 30

فلټرونه لرې کړئ
«رښتيا وایئ؛ ځکه رښتیا ويل نېکیو ته لارښونه کوي او یقینا چې نېکي جنت ته لارښونه کوي، او او یو سړی همېشه رښتیا وايي او د رښتیاوو پسې ګرځي تر دې چې د الله پر وړاندې ریښتینی ولیکل شي، او له درواغو ځان وساتئ، ځکه چې درواغ مو په ګناهونو کې ډوبېدو ته بلي او په ګناهونو کې ډوبېدل انسان دوزخ ته رسوي او یو سړی همېشه درواغ وایې او د درواغو پسې ګرځي تر دې چې د الله تعالی پر وړاندې درواغجن ولیکل شي».
صحيح دی متفق علیه دی
«پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی ندی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو قبرونو تېر شو نو ویې فرمایل: «دوی دواړو ته عذاب ورکول کیږي، او په کومه لویه ګناه عذاب نه ورکول کیږي؛ یو له دوی څخه به له تشو متیازو ځان نه ساته او بل چې و نو هغه به د خلکو تر منځ چغلګري کوله » بیا یې یوه لنده (لمده) لخته راواخیسته، دوه ترازې یې کړې، او په هر قبر یې یوه لخته وټومبله، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله؟ دا کار دې ولې وکړ؟ ویې فرمایل: « کیدی شي له امله یې له دواړو تر هغه پورې عذاب سپک شي، تر څو چې دواړه وچې شوې نه وي».
صحيح دی متفق علیه دی
"یوه له هغو ویناوو څخه چې خلکو ته له لومړي نبوت څخه پاتې ده دا ده: 'کله چې حیا نه کوې، نو هر څه چې وغواړې هغه وکړه".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«کله چې الله جل جلاله د قیامت په ورځ لومړني او وروستني خلک راټول کړي، نو د هر خائن او غدار لپاره به یو بیرغ پورته شي، نو وبه ویل شي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی».
صحيح دی متفق علیه دی
«که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و، او د انسان ګېډه له خاورې پرته بل څه نه شي ډکولی، او الله تعالی چې چاته وغواړي نو د توبې توفیق ورکوي».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم له قزع څخه منع فرمایلې ده.
صحيح دی متفق علیه دی
"الله تعالی دې په هغه انسان رحم وکړي چې د پلورلو، اخېستلو او قرض غوښتلو په وخت کې اساني کوي".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی