عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
وېشنيزې (20)
د حدیث درجه
روایت شوی په
پاتې سرچینې وښایاست
راوي
ټول راویان وښایاست (46)
«پر ځینو خلکو څه شوي دي چې په لمانځه کې سترګې اسمان ته پورته کوي» نو په دې اړه یې خبره سخته کړه، تر دې چې ویې ویل: «هغوی دې له دې کاره لاس واخلي، که نه نو سترګې به یې واخیستل شي».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
ام سلمې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حبشې په خاوره کې د ماریا په نوم د یوې کلیسا یادونه وکړه، نو هغې ورته د هغو انځورنو یادونه وکړه چې په کلیسا کې یې لیدلي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا هغه خلک دي چې کله په دوی کې کوم نیک بنده یا نیک سړی مړ شي نو پر قبر یې جومات جوړوي او بیا پکې هغه تصویرونه انځوروي، «دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي».
صحيح دی متفق علیه دی
د : {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] له نازلېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ لمونځ ندی کړی مګر دا چې: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي» یې پکې ویلی دی.
صحيح دی متفق علیه دی
یوه شپه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم په بستر کې ونه موند نو زه یې په لټه کې شوم، تر دې چې زما لاس د هغه د پښو په تلو ولږېده، په داسې حال کې چې هغه په جومات کې و، او پښې یې ودرولې وې (د سجدې په حالت کې و) او داسې یې ویل:«اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ». «اې الله! زه ستا له غضب څخه ستا په رضایت او ستا له عذاب څخه ستا په بخښنې پناه غواړم، او له تا نه پر تا پناه نیسم، او زه پر تا ستاینې نه شمېرم (دومره ستاینه دې نه شم کولی) لکه څومره چې تا پر خپل ځان ستاینه کړې ده (لکه څومره چې ته د ستاینې وړ یې)
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
پېغمبر ﷺ د نورو نفلونو په پرتله د سهار د لمانځه (فجر) پر دوو رکعتونو ډېر پابند و.
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله څلور رکعته لمونځ د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکې نه پرېښودل.
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرضي لمانځه په پاي کې دا ذکر کاوه : «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ». یعنې
له الله تعالی پرته بل معبود بر حق نشته، هغه يو دی، شريک نلري، هغه لره (د کائناتو) پاچاهي او پوره غوره ستاينه ده، او هغه پر هر څه قادر دی، اې الله ! ته چې (چا ته ) څه ورکوې، د هغه څوک مانع بندوونکی نشته، او ته چې (له چا نه) څه بند کړې، د هغه څوک ورکوونکی نشته، او فائده نه کوي مالدار لره د هغه مال ستا د عذاب (په لرې کولو کې).
صحيح دی متفق علیه دی