Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 87

فلټرونه لرې کړئ

راوي

ټول راویان وښایاست (46)
"که خلک پوهېدلی چې په اذان او د لمانځه په لومړي صف کې څه دي (څومره ثواب دی) بیا یې لدې پرته بله لار نه موندله چې پچه پرې واچوي، نو پچه به یې اچولې وای، او که پوهېدلی چې لمانځه ته په وختي تللو کې څومره (ثواب) دی، نو یو له بل څخه به مخکې کېدل؛ او که پوهېدلی چې په ماخوستن (عِشاء) او د سهار په لمانځه کې څومره (ثواب) دی، نو خامخا به ورته حاضر شوي وو که څه هم په خاپوړو وای".
صحيح دی متفق علیه دی
«ماته امر شوی چې په اوو اندامونو سجده وکړم: په تندي او په لاس سره یې خپلې، پوزې، دواړو لاسونو، دواړو زنګنونو، او د پښو څوکو ته اشاره وکړه، او دا چې جامې به نه راټولوو او ویښتان به نه غوټه کوو».
صحيح دی متفق علیه دی
چې یو څو سړي سهل بن سعد الساعدي ته راغلل، پداسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منبر په اړه یې سره په خپلو کې اختلاف کړی و چې له څه شي څخه جوړ و، نو د منبر په اړه یې ورڅخه پوښتنه وکړه، هغه وویل: قسم په الله زه پوهیږم چې هغه څه دی او له شک پرته مې په لومړۍ ورځ لیدلی چې کېښودل شوی و او لومړۍ ورځ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې کېناست، رسول الله صلی الله علیه وسلم له انصارو څخه فلانۍ ښځې ته -چې سهل یې نوم یاد کړ- خبر ورولیږه چې: «خپل ترکاڼ غلام ته دې امر وکړه چې زما لپاره لرګي جوړ کړي تر څو پرې خلکو ته د خبرو کولو پر مهال کښېنم» نو هغې ورته امر وکړ، نو د ځنګل د غز له ونې څخه یې جوړ کړ، بیا یې راوړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې یو څوک ورولیږه، هغه امر وکړ چې هغلته کېښودل شي، بیا مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې لمونځ یې پرې وکړ، تکبیر یې ووایه او پرې د پاسه و، بیا یې رکوع وکړه او هغه پرې د پاسه و، بیا شاته کوز شو، نو د منبر په بېځ کې یې سجده وکړه بیا بیرته وروګرځېد، نو کله چې فارغ شو خلکو ته یې مخ کړ او ویې وییل: « اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې ماپسې اقتدا وکړئ، او زما لمونځ زده کړئ».
صحيح دی متفق علیه دی
«د هرو دوو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی، د هرو دوه وو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی». بیا یې په دریم ځل وفرمایل:«د هغه چا لپاره چې وغواړي».
صحيح دی متفق علیه دی
«په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي» بیا به ابو هریره ويل: که وغواړئ دا تلاوت کړئ: {إِنَّ قُرْآنَ الفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} [الإسراء: 78] یعنې: (بېشكه د سهار قرائت ته شاهدي ورکول کېږي (ملايکې حاضرېږي).
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله ﷺ به مونږ ته د استخارې دعا داسې ښووله، لکه څنګه به یې چې مونږ ته د قرآن یو سورت ښووه، ویې فرمایل: کله چې ستاسو څخه یو څوک د کوم کار اراده ولري، نو له فرض لمانځه پرته دې دوه رکعته لمونځ وکړي، بیا دې دا دعا ووایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلَا أَقْدِرُ، وَتَعْلَمُ وَلَا أَعْلَمُ، وَأَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْأَمْرَ خَيْرٌ لِي فِي دِينِي، وَمَعَاشِي، وَعَاقِبَةِ أَمْرِي» أَوْ قَالَ: «عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ، فَاقْدُرْهُ لِي وَيَسِّرْهُ لِي ثُمَّ بَارِكْ لِي فِيهِ، وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْأَمْرَ شَرٌّ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي» أَوْ قَالَ: «فِي عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ، فَاصْرِفْهُ عَنِّي وَاصْرِفْنِي عَنْهُ، وَاقْدُرْ لِي الْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ، ثُمَّ أَرْضِنِي». «یا الله! زه ستا څخه ستا د علم له مخې د خېر مشوره غواړم، او ستا د قدرت له مخې مرسته غواړم، او ستا د لوی فضل نه درڅخه سوال کوم، ځکه ته توان لرې او زه یې نه لرم، ته پوهېږې او زه نه پوهېږم، او ته په پټو چارو ښه پوه یې، یا الله! که ستا په علم کې وي چې دا کار (دلته به خپله غوښتنه وکړي) زما لپاره زما په دین، ژوند، او د کار په پایله کې (یا: زما په اوسني او راتلونکي حال) کې زما په خېر وي، نو دا کار مې تقدیر کړه، اسان یې کړه، او پکې برکت راکړه، او که ستا په علم کې دا وي چې دا کار زما لپاره زما په دین، ژوند، او د کار په پایله کې (یا: زما په اوسني او راتلونکي حال) کې بد دی، نو دا کار له ما څخه لرې کړه، او ما ترې لرې کړه، او هر چېرته چې خیر وي، هغه مې تقدیر کړه، بیا مې پرې خوښ کړه» ویې فرمایل: «او د خپل حاجت یادونه دې وکړي».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نه لري، هغه لره پادشاهي او ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، له الله پرته بل هېڅ حال بدلوونکی او ځواک نشته، له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، او مونږ له هغه پرته دبل هېچا عبادت نه کوو، هغه لره لورینې او هغه لره فضل دی، او د هغه لپاره ښه ستاینه ده، له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، (مونږ) هغه ته په عبادت کې اخلاص کوونکي یو، که څه هم کافران (زمونږ دا کړنه) بده مني او ويې ویل چې : « رسول الله صلی الله علیه وسلم به له هر لمانځه وروسته دغه ذکر کاوه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«کله چې اذان کوونکی: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووایي: نو ستاسو څخه دې یو اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ، ووایي، بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، دا دې هم : أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايی، نو دا دې هم : أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايي، بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ ووایي او دې به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ ووایي، دا به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي، بیا چې مؤذن: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي، دا به هم: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي. بیا چې (اذان کوونکی) لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، او دا د زړه نه: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ووایي، نو جنت ته داخل شو».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی