Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 66

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

موږ په مسجد کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، چې ناڅاپه یو بانډه چي راغی او په جومات کې یې میتيازې وکړې، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابو وویل: "مه مه" یعنې (دا کار مه کوه) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پرېږدئ(یعنې متیازې کول پرې مه بندوئ)»، نو هغو پرېښوده تر څو یې میتيازې وکړې، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم راوغوښت او ورته یې وفرمایل: «دا جوماتونه د میتازو او ګنده ګۍ لپاره ندي جوړ شوي، بلکې یوازې د الله تعالی د ذِکر، لمانځه، او قرآن کریم د تلاوت لپاره جوړ شوي دي یا لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، وایي بیا یې له خلکو څخه یو سړي ته امر وکړ چې یوه بوقه اوبه راوړي او پر هغه ځای یې واړوي.
صحيح دی متفق علیه دی
«که چېرته د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدونکی په دې پوهېدلی چې په دې سره څومره ګناهګارېږی، نو هغه به غوره ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې یا کلونه) په ځای ودرېږي، تر دې چې د هغه مخې ته تېر شي» أبو النضر ویلي: نه پوهېږم چې څلوېښت ورځې، میاشتې او که کلونه یې وویل؟
صحيح دی متفق علیه دی
"په تاسو کې چې په چا جمعه راغله نو غسل دې وکړي".
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو ړوند سړی راغی او ورته یې وویل: اې د الله رسوله، زه څوک نلرم چې لاس نیولی مې جومات ته راولي، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې غوښتنه وکړه چې په کور کې د لمانځه کولو اجازه ورکړي، نو اجازه یې ورکړه، کله چې روان شو غږ یې پسې وکړ، ورته یې وویل: " آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟" ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه).
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه د پرانیستې پر مهال خپل لاسونه د اوږو په برابرۍ پورته کول، او کله به يې چې د رکوع لپاره تکبیر وایه او کله به يې چې له رکوع څخه سر پورته کاوه همدا رنګه به یې دواړه پورته کول او ویل به یې: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ» " الله د هغه چا ثنا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، اې زمونږه ربه تا لره ستاینه ده» او د سجدې پر مهال به يې داسې نه کول.
صحيح دی متفق علیه دی
«هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ». الله د هغه چا - وینا - واورېده چې د هغه ثنا یې وویله، اې الله زمونږه ربه ستا لره ستاینه ده، د آسمانونو د ډکوالي او د ځمکې د ډکوالي او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې له دوی نه وروسته دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
په دریو وختونو کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له لمانځه څخه منع کولو او لدې چې خپل مړي پکې ښخ کړو: کله چې لمر څرک وهي، تر دې چې ښه راپورته شي، کله چې ټکنده غرمه شي تر دې چې لمر زوال وکړي، او کله چې لمر ډوبېدو ته نږدې شي تر دې چې ډوب شي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی