Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 28

فلټرونه لرې کړئ
« ازار (پېڅې او یا کمیس) چې له ښنګرو ښکته وي هغه به په اور کې وي».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ مَوَالِيهَا، فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ -ثَلَاثَ مَرَّاتٍ- فَإِنْ دَخَلَ بِهَا فَالْمَهْرُ لَهَا بِمَا أَصَابَ مِنْهَا، فَإِنْ تَشَاجَرُوا فَالسُّلْطَانُ وَلِيُّ مَنْ لَا وَلِيَّ لَهُ». «کومه ښځه چې د خپل سرپرست له اجازې پرته نکاح وکړي، د هغې نکاح باطله ده - درې ځلې یې دا خبره تکرار کړ- که چېرته ورسره یو ځای شو د هغې لپاره د هغه څه مهر دی چې کار یې ترې اخیستلی دی، که چېرته یې سره شخړه راغله نو پادشاه د هغه چا سرپرست دی چې سرپرست نه لري».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
رسول ﷺ وفرمایل: دخپل ورور ملاتړ وکړه، هغه که ظالم وي اویا مظلوم»، یو سړي وویل:«اې د الله رسوله! که مظلوم وي نو مرسته به یې وکړم، خو که ظالم وي نو څنګه یې ملاتړ وکړم؟ «رسول ﷺ وفرمایل: «هغه د ظلم کولو څخه منع کوئ؛ نو همدا یې ملاتړ دی».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم په چپ لاس کې ورېښم او په ښي لاس کې سره زر واخستل، بیا یې لاسونه پورته کړل او ویې ویل: «دا زما د امت پر نارینه وو حرام دي، د هغوی د ښځینه وو لپاره حلال دي».
صحيح دی ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
«په حقیقت کې دنیا خوږه او شنه ده، او الله تعالی پکې تاسو مېشتوي، تر څو وګوري چې څه کوئ، نو له دنیا څخه وېره وکړئ او له ښځو څخه وېره وکړئ، ځکه چې د بني اسرائیلو لومړۍ فتنه په ښځو کې وه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«دنیا د خوند اخیستلو څیز دی، او د دنیا تر ټولو غوره شی چې خوند ورڅخه اخیستل کیږي؛ نېک صالحه مېرمن ده».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«مَنْ كَانَتْ لَهُ امْرَأَتَانِ فَمَالَ إِلَى إِحْدَاهُمَا، جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَشِقُّهُ مَائِلٌ». "څوک چې دوه مېرمنې ولري او له دوی څخه یوې ته مایل شي، هغه به د قیامت په ورځ په داسې حالت کې راشي چې یو مخ به یې لوېدلی (ځوړند) وي".
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د حاجت خطبه راښودلې ده(او هغه داسې ده): حمد او ثنا الله لره ده، مونږ له هغه څخه مرسته او بښنه غواړو، په هغه د خپلو ځانونو له شر څخه پناه غواړو، چاته چې الله هدایت وکړي د هغه لپاره ګمراه کوونکی نشته، او څوک چې ګمراه کړي هغه لره هدایت کوونکی نشته او زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل حق مبعود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د هغه بنده او رسول دى، {اې خلکو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې له یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه د هغه په (نامه) سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى[النساء: 1] (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په داسې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ) [آل عمران: ۱۰۲] {اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره [۷۰] هغه به تاسو ته ستاسو عملونه سم (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوک چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، په ډېر لوى كاميابېدلو سره [الاحزاب: 70-71].
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی