Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 16

فلټرونه لرې کړئ
«مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ، فَأُحْمِيَ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ، فَيُكْوَى بِهَا جَنْبُهُ وَجَبِينُهُ وَظَهْرُهُ، كُلَّمَا بَرَدَتْ أُعِيدَتْ لَهُ، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ، إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ» «د سرو او سپینو زرو هېڅ مالک نشته چې حق يې ترې نه ادا کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به ورته د اور تختې جوړې شي، او د جهنم په اور به سکروټي کړای شي او د دوی اړخونه، تندي او شاګانې به پرې په داسې ورځ کې داغل کېږي چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی ، هر کله چې دا (د اوسپنې تختې) سړې شي بیا به ورته ګرمې کړای شي، تر دې چې د بندګانو تر منځ پرېکړه وشي، نو بیا به خپله لار یا جنت لوري ته ومومي او یا دوزخ لور ته».
صحيح دی متفق علیه دی
«سپین زر په سرو زرو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او غنم په غنمو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او وربشې په وربشو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او خرما په خرما بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي».
صحيح دی متفق علیه دی
زه د اشعریانو له یوې ډلې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او د سپرلۍ غوښتنه مې ترې وکړه نو ویې وفرمایل: «په الله قسم چې سپرلۍ به در نه کړم، ما سره سپرلۍ نشته چې دریې کړم» بیا موږ هلته پاتې شو تر څو چې الله غوښتل، نو اوښان ورته راوستل شول او موږ ته یې د دریو اوښانو د راکولو امر وکړ، کله چې ترې روان شو، مو ځینو یو بل ته وویل: قسم په الله، که الله راته پکې برکت واچوي، ځکه مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو او د سپرلۍ غوښتنه مو ترې وکړه، هغه قسم وکړ چې سپرلۍ به نه راکوي خو رایې کړه، نو ابو موسی وویل: موږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو او د دې خبرې یادونه مو ورته وکړه، نو ویې فرمایل: «دا زه نه وم چې تاسو مې سپاره کړئ، بلکې الله تعالی سپاره کړئ (یعنې سپرلۍ یې په واک کې درکړې قسم په الله زه چې یم-إِنْ شَاءَ اللَّهُ- هېڅ قسم نه یادوم مګر کله چې راته له هغې غوره معلومه شي، بیا د قسم کفاره ورکوم، او هغه کار کوم چې ښه راته معلوم شي».
صحيح دی متفق علیه دی
«دا چې ستاسو څخه یو څوک خپله رسۍ واخلي، او په شا ګېډي راوچلوي او بیا یې خرڅ کړي، او پدې سره یې الله تعالی د هغه مخ (له عذاب) څخه وژغوري، دا ورته لدې ډېره غوره ده چې له یو چا څخه سوال وکړي، چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«کله چې یو مسلمان د وصیت کولو لپاره څه ولري، نو ورته روا نه دي چې درې شپې پرې تېرې شي پرته لدې چې هغه یې لیکلی وي" ، عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وویل: "له هغه وخته چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا خبره اورېدلي، پر ما یوه شپه هم داسې نه ده تېره شوې چې وصیت مې راسره نه وي».
صحيح دی متفق علیه دی
"اې ابوذره، کله چې شوروا پخوې، ډېرې اوبه ور اضافه کړه او له خپلو ګاونډیانو سره یې شریکه کړه".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«که څوک خوښ ګڼي چې الله تعالی یې د قیامت د ورځې له سختیو څخه وساتي؛ نو د نادار او بې وزله لاس نیوی دې وکړي، او یا دې ورته پرېږدي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري» پوښتنه وشوه: څوک، اې د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «هغه څوک چې ګاونډی یې له ضررونو څخه په امن کې نه وي».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی