Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 9

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په مونږ کې ودرېده، نو مونږ ته یې یو ډېر له پند څخه ډک نصېحت وکړ، چې له امله یې زړونه په وېره کې شول او له سترګو اوښکې وبهېدلې، نو وویل شو چې اې د الله تعالی رسوله! تا خو مونږ ته داسې نصیحت وکړ لکه چې د الله په آمانۍ نصیحت چې وي، نو مونږ ته وصیت وکړه، هغه وفرمایل: « (زه تاسې) د الله تعالی نه په وېرېدلو او د حاکم (واکمن) په اطاعت سره وصیت کوم که څه هم دا واکمن یو حبشي غلام وي، او ژر دی چې تاسو به زما نه وروسته سخت اختلاف ووینئ، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ، د ژامې غاښونه پرې کلک کړئ او په دین کې له نویو طریقو راوېستلو څخه ځان وساتئ، ځکه چې (په دین کې ) هر نوښت ګمراهي ده».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«زه به دا بیرغ هغه چا ته ورکړم چې د الله او د هغه له رسول سره مینه لري او الله به د هغه په ​​لاسونو فتحه راولي» عمر بن الخطاب رضی الله عنه وایي: ما هېڅکله امیریت نه دی خوښ کړی مګر په هغه ورځ، وایي؛ ځان مې ورته رانیغ کړ چې غږ راته وشي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم علي بن ابي طالب ته غږ وکړ او بیرغ یې ورکړ او ورته یې وویل :«لاړ شه او تر هغه پورې آخوا دېخوا ونه ګورې تر څو چې الله تعالی بری نه وي درکړی» وایې علي یو څه مزل وکړ بیا ودرید او شاته یې ونه کتل، او چغه ئې کړه چې ای د الله رسوله! د څه لپاره له خلکو سره وجنګېږم؟ هغه وفرمایل :«تر هغه پورې ورسره وجنګیږه چې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، نو کله یې چې دا کار وکړ، خپله وینه او مال یې درڅخه خوندي کړل، مګر دا چې په حق وي (یعنې وینه یې په حق توی شي او مال یې په حق واخیستل شي) او حساب به یې له الله تعالی سره وي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«زه تاسو ته د الله له وېرې (تقوى) سپارښتنه کوم، او دا چې د خپل مشر خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ، که څه هم یو غلام پر تاسو حاکم شي، ځکه څوک چې له ما وروسته ژوند وکړي، نو ډېر اختلافونه به وویني، نو پر تاسو لازمه ده چې زما سنت (طریقه) او د راشدو، هدایت شوو خلفاوو لار تعقیب کړئ، او پرې ټینګ پاتې شئ؛ د ژامې غاښونه پرې ټینګ کړئ او (په دین کې ) له نوو جوړو شوو چارو ځان وساتئ، ځکه هر بدعت (نوې اختراعه شوې دیني کړنه) ګمراهي ده».
صحيح دی ابو داود او الترمذي روايت کړی دی
هغه د حجر الأسود خواته لاړ او هغه یې ښکَل کړ، بیا یې وویل: زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه زیان رسولی شي او نه ګټه، که ما رسول ﷺ نه وای لیدلی چې ته یې ښکل کړي یې ما به ته نه وې ښکل کړې».
صحيح دی متفق علیه دی
ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه پنځه ورځې مخکې ترې واورېدل چې ویل یې: « زه الله تعالی ته بېزاري ښایم لدې چې ستاسو څخه دې څوک په خالصې دوستۍ ونیسم، ځکه چې الله تعالی زه په خالصې دوستۍ نیولی یم، لکه څرنګه یې چې ابراهیم په خالصې دوستۍ نیولی دی او که چېرته ما څوک په خالصې دوستۍ نیولی نو خامخا به مې ابو بکر نیولی و، خبردار اوسئ چې ستاسو نه مخکې خلکو د خپلو پیغمبرانو او نېکانو له قبرونو څخه جوماتونه جوړ کړي وو، خبردار اوسئ چې له قبرونو څخه جوماتونه جوړ نه کړئ، زه تاسو لدې څخه منع کوم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه د انصارو په اړه فرمایلي: «له دوى سره له مؤمن پرته بل څوک محبت نه کوي او له منافق پرته بل څوک له دوى سره دښمني نه كوي، څوک چې له دوى سره مينه وكړي، الله به ورسره مينه وكړي. او څوک چې " له دوی څخه نفرت وکړي، نو الله تعالی به پرې غضب نازل کړي».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ثابت بن قیس د نادرکۍ په اړه پوښتنه وکړه، نو یو سړي وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، زه به یې په اړه معلومات وکړم، نو ورغی او پداسې حال کې یې وموند چې په کور کې ناست و، سر یې ټیټ نیولی و، نو ورته یې وویل: څه حال دې دی؟ هغه وویل: شر دی، خپل غږ یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له غږ څخه پورته کړی، نو عمل یې برباد شوی او دا چې هغه د اور له خاوندانو څخه دی، نو سړی راغی او - رسول الله صلی الله علیه وسلم - ته یې خبر ورکړ چې داسې او داسې یې وییل، نو بیا ځلې د یو لوی زیري سره وروګرځېده ویې وییل: «هغه ته ورشه او ورته ووایه: ته له دوزخیانو څخه نه، بلکې له جنتیانو څخه یې».
صحيح دی متفق علیه دی
«په تاسو کې غوره زما پیړۍ ده، بیا ورپسې هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي، بیا هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي» عِمران وايي: زه نه پوهېږم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له دوو نسلونو یادونه وکړه، که له دریو، بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «بېشکه له تاسو وروسته به داسې قوم راشي چې خیانت به کوي او د باور وړ به نه وي، ګواهي به ورکوي خو د شاهدۍ غوښتنه به ترې نه وي شوې، نذرونه به کوي خو پوره کوي به یې نه، او چاغوالی به پکې ښکاره شي».
صحيح دی متفق علیه دی