رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه.
له ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه.
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَعْتَكِفُ العَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ، حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ.
ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه، تر څو د قدر شپه لاندې کړي، او په همدې حالت روان و تر څو الله وفات کړ، او ورپسې یې بیا مېرمنو رضي الله عنهن اعتکاف کاوه.
په جوماتونو کې د اعتکاف مشروعیت، تر دې چې ښځو ته هم په شرعي ضوابطو روا دی، په دې شرط چې له فتنې څخه خوندي وي.
پر اعتکاف د روژې په وروستۍ لسیزه کې ټینګار، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل کاوه.
اعتکاف هغه دوامداره سنت دی چې منسوخ شوی نه دی، لدې امله به یې مېرمنو ورپسې اعتکاف کاوه.
نور (6)
صحيح البخاري (3/ 47) (2026).
صحيح مسلم (2/ 831) (1172).
تيسير العلام.
لعبد الله البسام (ص351).
تنبيه الأفهام شرح عمدة الإحكام.
لابن عثيمين (3/ 474).