Skip to content

"په داسې حال کې چې یو سړی په لاره روان و نو یوه اغزي لرونکي څانګه یې وموندله او د لارې له سر څخه یې لرې کړه، نو الله تعالی ترې منندویي وکړه (ترې راضي شو) او بخښنه یې ورته وکړه".

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"په داسې حال کې چې یو سړی په لاره روان و نو یوه اغزي لرونکي څانګه یې وموندله او د لارې له سر څخه یې لرې کړه، نو الله تعالی ترې منندویي وکړه (ترې راضي شو) او بخښنه یې ورته وکړه".

«بَيْنَمَا رَجُلٌ يَمْشِي بِطَرِيقٍ وَجَدَ غُصْنَ شَوْكٍ عَلَى الطَّرِيقِ فَأَخَّرَهُ، فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ فَغَفَرَ لَهُ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې یو سړی په لاره روان و، نو د ونې په یو اغزي لرونکي خاښ تېرېده چې مسلمانانو ته یې زیان رسېده، نو دا څانګه یې د لارې څخه لرې کړه، نو الله تعالی ترې منندویي وکړه (راضي شو) او بخښنه یې ورته وکړه.

د حديث له ګټو څخه

د لارې له سر څخه د ضرر د لرې کولو فضیلت او دا چې دا عمل د الله تعالی د بخښنې لامل ګرځي.

د خېر کړنې که څه هم لږې وي، باید په کمه سترګه ورته ونه لیدل شي.

اسلام د پاکوالي، چاپېریال ساتنې او عامه خوندیتوب دین دی.

مراجع
نور (8)

صحيح البخاري (1/ 132) (652).

صحيح مسلم (3/ 1521) (1914).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 156).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (2/ 175).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 207).