Skip to content

«څوک چې د الله جل جلاله په لار کې (په جهاد کې) یوه ورځ روژه ونیسي، الله تعالی به یې اویا کاله مخ له اور څخه لرې وساتي».

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:

«څوک چې د الله جل جلاله په لار کې (په جهاد کې) یوه ورځ روژه ونیسي، الله تعالی به یې اویا کاله مخ له اور څخه لرې وساتي».

«مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَاعَدَ اللهُ وَجْهَهُ عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې چا په جهاد کې یوه ورځ روژه ونیوله، او ویل شوي چې په جهاد او یا بل څه کې پدې شرط چې خاص د الله لپاره او له الله تعالی څخه د اجر او ثواب تر لاسه کولو په نیت وي؛ نو الله تعالی به په خپل فضل د هغه او د اور تر منځه اویا کاله لرې والی راولي.

د حديث له ګټو څخه

نووي ویلي: پدې کې د الله تعالی په لار کې د روژې نیولو فضلیت راغلی، او مراد ترې هغه څوک دی چې د روژې په نیولو سره نه متضرره کېږي او له امله یې ترې کوم حق نه پاتې کیېږي، جګړه او د جګړې بله کومه اړینه چاره یې پرې نه ګډوډیږي.

په نفلي روژو ټینګار او نیولو ته یې هڅول.

دا اړینه ده چې اخلاص ولرو او د الله جل جلاله رضا وغواړو، او ځان ښودنې، شهرت او نورو مقاصدو لپاره روژه و نه نیسي.

سندي د (في سبيل الله) په اړه ویلي چې کېدی شي مراد ترې یوازې د نیت اصلاح وي، او کېدی شي مراد ترې دا وي چې هغه پداسې حال کې روژه ونیسي چې په غزا کې وي، او دویم احتمال نږدې دی.

ابن حجر ويلي: د هغه دا وینا چې فرمایي: (سبعين خريفًا) یعنې اویا مني؛ چې منی د کال معلوم وخت دی، او دلته ترې مراد کال دی، او له نورو فصلونو - اوړي، ژمي او پسرلي- پرته یې د خزان یا مني یادونه ځکه وکړه چې د خزان فصل تر ټولو پاکیزه موسم لري او میوې پکې راټولیږي.

مراجع
نور (10)

صحيح البخاري (4/ 26) (2840).

صحيح مسلم (2/ 808) (1153).

تيسير العلام.

لعبد الله البسام (ص346).

تنبيه الأفهام شرح عمدة الإحكام.

لابن عثيمين (3/ 465).

الإفهام في شرح عمدة الأحكام.

لابن باز (ص426).

خلاصة الكلام على عمدة الأحكام.

لفيصل آل مبارك (ص162).