عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
د حدیث درجه
روایت شوی په
راوي
ټول راویان وښایاست (161)
"له تاسو مخکې په خلکو کې یو پاچا و او یو جادوګر یې درلود، کله چې جادوګر بوډا شو، نو پاچا ته یې وویل، زه بوډا شوی یم، یو هلک راولېږه چې جادو ورزده کړم، نو پاچا هغه ته یو هلک ورولېږه چې زده کړه ترې وکړي، د هلک په لاره کې یو راهب و، کله به چې په لار تېرېده هغه سره به یې ناسته کوله او خبرې به یې ترې اورېدې تر دې چې ترې اغېزمن شو، نو همداسې به یې کول چې جادوګر ته د تلو پر مهال به له راهب سره کښېناسته، کله به چې جادوګر ته ورغی هغه به وواهه، نو راهب ته یې له جادوګر څخه شکایت وکړ" هغه ورته وویل: کله چې له جادوګر څخه وېرېدې ورته وایه چې کورنۍ اېسار کړی وم، او که له کور څخه دې وېره درلوده ورته وایه چې جادوګر اېسار کړی وم'" په همدې حال کې ګوري چې یوه ورځ یو لوی ځناور خلک اېسار کړي او ترې تېرېدلای نه شي، نو ویې ویل: نن به پوه شم چې جادوګر په حقه دی که راهب؟ نو یوه تېږه یې راواخېسته، او ویې ویل"ای الله، که د راهب لاره تاسو ته د جادوګر په پرتله خوښه وي نو دا ځناور ووژنه، ترڅو خلک تېر شي، بیا یې وویشت تر دې چې ووژل شو او خلک تېر شول، بیا راهب ته ورغی او خبر یې کړ، راهب ورته وویل: ای بچیه، ته نن له ما څخه غوره یې. ستا معامله هغه ځای ته رسېدلې ده چې زه یې ګورم او دا چې ته به ازمایل کېږې، نو که وازمایل شوې زما په اړه هېچا ته مه وایه، پدې وخت کې به هلک ړانده او برګي ناروغان رغول او د هر ډول ناروغیو درملنه به یې کوله، بیا د پاچا یو درباري و چې ړوند شوی و هغه خبر شو او ډېرې ډالۍ ورته راوړې، ویې ویل: که ته ما روغ کړې نو څه چې دلته دي ټول ستا دي. هغه وویل: «زه هېچا ته شفا نه ورکوم؛ یوازې الله شفا ورکوونکی دی، که ته په الله ایمان راوړې، زه به له الله څخه سوال وکړم نو هغه به تا روغ کړي» هغه په الله ایمان راوړ، او الله روغ کړ، بیا هغه پاچا ته لاړ او له هغه سره د پخوا په څېر کښېناست، پا چا ترې وپوښتل: "چا دې دید بېرته درکړ؟" هغه ځواب ورکړ: زما رب، هغه وویل: آیا ته له ما پرته بل رب لرې؟ هغه وویل: زما رب او ستا رب الله دی، هغه راونیوه شکنجه یې کړ تر دې چې د هلک په اړه یې خبر کړ، هلک راوستل شو، پاچا ورته وویل: ای بچیه، ستا جادو دومره حد ته رسیدلی چې ته ړوند او برګی ناروغ رغولی شې، او داسې او داسې کارونه کوې، هغه وویل: زه هیڅوک نه شم رغولی، دا الله دی چې شفا ورکوي، نو هغه یې دومره شکنجه کړ تر دې چې راهب یې وروښود، راهب راوستل شو او ورته وویل شو چې: "له ایمان څخه واوړه" هغه انکار وکړ، پاچا آره راوغوښته او د هغه په سر یې کېښوده او هغه یې دوه ټوټې کړ، تر دې چې دواړه ټوټې په ځمکه ولویدې، بیا د پاچا ملګری راوستل شو او ورته وویل شول: "ایمان دې پرېږده" خو هغه هم انکار وکړ. نو د هغه په سر یې هم اره کېښوده او هغه یې دوه ټوټې کړ تر دې چې دواړه ټوټې پر ځمکه پرېوتې، بیا هلک راوستل شو او ورته وویل شول: "خپل دین دې پرېږده" خو هغه انکار وکړ، نو هغه یې د خپلو ملګرو یوې ډلې ته وسپاره او ورته یې ویې ویل: "هغه فلاني غره ته یې وخېژوئ، نو کله چې ته د غره څوکې ته ورسېدئ، که له خپل دین څخه یې لاس واخېست ښه ده؛ که نه نو ښکته یې وغورځوئ" دوی له ځان سره بوته او غره ته وختل، هلک وویل: "ای الله! څنګه چې غواړې له دوی مې وساته. نو غر ولړځېد او دوی ترې راولوېدل، هلک بېرته پاچا ته راغی، پاچا وویل: ستا ملګرو څه وکړل؟ هغه وویل: الله تعالی زما لپاره د دوی په وړاندې کافي شو، نو هغه یې د خپلو ملګرو یوې بلې ډلې ته وسپاره او ویې ویل: دا واخلئ په کېښتۍ کې یې سپور کړئ او د سمندر منځ ته یې بوځئ، که له خپل دین څخه یې لاس واخېست ښه ده، که نه نو له کېښتۍ یې وغورځوئ، دوی همداسې وکړل، هلک وویل: ای الله! زما لپاره د دوی په وړاندې کافي شه لکه څنګه چې ته غواړې. نو کېښتۍ پر دوی واوخته او دوی ډوب شول، هلک بېرته پاچا ته راغی، پاچا ورته وویل: "ملګرو دې څه وکړل؟" هغه وویل: "الله تعالی زما لپاره د دوی په وړاندې کافي شو" بیا یې پاچا ته وویل: "ته ما تر هغه وخته نه شې وژلی چې زما خبره ونه منې" پاچا وویل: "کومه خبره؟" هغه وویل: "خلک به په یوه ځای کې راټول کړې، بیا به ما د خرما په یو ډډ ورپورته کړې او زما له ځولۍ به غشی راواخلې او په کمان کې به یې کېږدې او ما به پرې وولې او د وېشتلو پر مهال به ووایي : بسم الله رب الغلام، یعنې د الله په نوم چې د دې هلک رب دی، نو بیا به زه ووژل شم" نو همغه و چې خلک یې په یو ځای کې راټول کړل او هغه یې د ونې د تنې پورې په دار وځړاوه، بیا یې د هغه له چانټې غشی راووېشت، په کمان کې یې کېښود او ویې ویل: "د الله په نوم، چې د دې هلک رب دی" بیا یې پرې وویشت، نو غشی یې د غوږ او سترګې ترمنځ ولګېده، نو هلک پرې لاس کېښود او مړ شو، همغه و چې خلکو وویل: موږ د هلک په رب ایمان راوړی، موږ د هلک په رب ایمان راوړی، موږ د هلک په رب ایمان راوړی، نو یو څوک پاچا ته راغی او ورته یې وویل: هغه څه وشول چې تا ترې وېره درلوده، ټولو خلکو ایمان راوړ، نو امر یې وکړ او خندقونه وویستل شول او اور پکې بل کړی شو، او ویې ویل: څوک چې له خپل دین څخه نه اوړېده نو پکې یې وسوځوئ، او یا به ورته ویل کېدل چې ځان وروغورځوه، نو همداسې یې وکړل، تر دې چې یوه ښځه راوستل شوه او د هغې سره يې ماشوم هم و، نو زړه نازړه شوه چې اور ته ځان وغورځوي کنه، نو ماشوم ورته وویل: «ای مورجانې صبر وکړه، ته په حقه یې».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"د مؤمن چارې ته حیرانتیا ده، یقینا چې هره چاره یې په خېر ده، او دا (ځانګړتیا) له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته، كه خوشحالي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خير دى، او كه مصيبت ورته ورسيږي صبر کوي او دا د ده لپاره خير دى".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ، قَالَ: يَقُولُ اللهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ؟ فَيَقُولُونَ: أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا؟ أَلَمْ تُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ، وَتُنَجِّنَا مِنَ النَّارِ؟ قَالَ: فَيَكْشِفُ الْحِجَابَ، فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ عَزَّ وَجَلَّ».
«وایې: کله چې جنتیان جنت ته داخل شي، نو الله – تبارک وتعالی- به وفرمایي: ایا تاسو اضافه څه غواړئ چې زه یې درکړم؟ دوی به ووايي: آیا زمونږ مخونه دې ندي سپین کړي؟ آیا مونږ دې جنت ته نه یو داخل کړي، او له اور څخه دې نه یو ژغورلي؟ وایې: بیا به الله پرده لرې کړي، نو دوی ته به د خپل رب – عزوجل- له کتلو څخه محبوب څیز بل نه وي ورکړل شوی».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی