Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 81

فلټرونه لرې کړئ

راوي

ټول راویان وښایاست (52)
«باد مه ښکنځئ (لعنت پرې مه وایئ)، نو کله چې داسې څه ووینئ چې نه‌ مو خوښېږي، دا دعا ووایئ: «اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ هَذِهِ الرِّيحِ وَخَيْرِ مَا فِيهَا وَخَيْرِ مَا أُمِرَتْ بِهِ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ هَذِهِ الرِّيحِ وَشَرِّ مَا فِيهَا وَشَرِّ مَا أُمِرَتْ بِهِ». «اې الله! موږ ستا نه د دې باد خېر غواړو او هغه څه چې پکې دي، او د هغه څه خېر چې دې باد ته یې امر شوی، او پر تا د دې باد له شر څخه پناه غواړو او د هغه څه له شر نه چې پکې دی او له هغه شر نه چې دې باد ته یې امر شوی دی».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
«اې الله! زه له بدو اخلاقو، بدو عملونو او له بدو خواهشاتو څخه په تا پورې پناه غواړم».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر او عمر په اړه وفرمایل: «هذان سَيِّدا كُهُول أهل الجنة من الأوَّلِين والآخِرين إلا النبيِّين والمرسلين». «دا دواړه له انبیاوو او رسولانو پرته د پخوانیو او وروستنیو بوډاګانو (سپین ږیرو) جنتیانو سرداران دي».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
«زما او د دنیا سره څه دي، په دنیا کې زما بېلګه د هغه سپور لاروي په څېر ده چې د یوې ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پرېږدي او ترې لاړ شي».
صحيح دی الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
«زه تاسو ته د الله له وېرې (تقوى) سپارښتنه کوم، او دا چې د خپل مشر خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ، که څه هم یو غلام پر تاسو حاکم شي، ځکه څوک چې له ما وروسته ژوند وکړي، نو ډېر اختلافونه به وویني، نو پر تاسو لازمه ده چې زما سنت (طریقه) او د راشدو، هدایت شوو خلفاوو لار تعقیب کړئ، او پرې ټینګ پاتې شئ؛ د ژامې غاښونه پرې ټینګ کړئ او (په دین کې ) له نوو جوړو شوو چارو ځان وساتئ، ځکه هر بدعت (نوې اختراعه شوې دیني کړنه) ګمراهي ده».
صحيح دی ابو داود او الترمذي روايت کړی دی
«انسان د خپلې معدې په څېر بل ناوړه لوښی نه دی ډک کړی، د بني آدم لپاره یو څو مړۍ بسنه کوي چې ملا یې پرې ټېنګه شي، که چاره نه وه، نو د (معدې) درېیمه برخه یې د خوړو لپاره او درېیمه دې د څښاک لپاره او درېیمه دې د ساه اخېستلو لپاره پرېږدي».
صحيح دی امام أحمد، الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
«هغه څه پرېږده چې تا په شک کې اچوي، او هغه اختیار کړه چې تا په شک کې نه اچوي».
صحيح دی الترمذي او النسائي روایت کړی دی
«د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې پر وړاندې یې زما یادونه وشي او پر ما درود و نه ووایي، د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې رمضان پرې راشي او مخکې له دې ترې ووځي چې بخښنه ورته نه وي شوي، او د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې مور او پلار یې زړښت ته ورسېږي او د هغوی د (خدمت په پایله) کې جنت ته داخل نه شي».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی