Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 32

فلټرونه لرې کړئ
بې‌شکه قبر د آخرت له منزلونو څخه لومړی منزل دی؛ که څوک ترې خلاص شو، نو هغه څه چې وروسته راځي، ترې آسان دي؛ او که ترې خلاص نه شو، نو هغه څه چې وروسته راځي ترې ډېر سخت دي.
حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
«ووایه: اې الله! په حلالو دې له حرامو څخه زما بساینه وکړه، او ما په خپل فضل سره له بل چا څخه بې نیازه کړه».
حسن الترمذي روایت کړی دی
کله چې دا آیت نازل شو {ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ} [التكاثر: 8] ،بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې پوښتنه كېږي ، نو زبیر وویل: اې د الله رسوله: هغه کوم نعمتونه دي چې زمونږ څخه به یې پوښتنه کیږي، پداسې حال کې چې یوازې دوه تور خواړه لرو چې یو یې خرما او بل یې اوبه دي؟ هغه وفرمایل: «خبردار اوسئ چې له همدې څخه به کیږي».
حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
«څوک چې (چاته) ضرر واړوي الله به هغه ته ضرر ورواړوي او څوک چې پر (چا) سختي راولي، الله به په هغه سختي راولي».
حسن ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«هېڅ شی د الله تعالی په نیز له دعا څخه زیات عزتمن ندی».
حسن او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«څوک چې د الله جل جلاله له کتاب څخه یو حرف ولولي نو د هغه لپاره د هغه په څېر لس چنده نیکي ده، زه نه وایم چې (الم) یو حرف دی، بلکې (الف) حرف دی، (لام) حرف دی او (میم) حرف دی».
حسن الترمذي روایت کړی دی
" نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي".
حسن الترمذي او احمد روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه".
د شواهدو په اعتبار حسن دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی