Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 50

فلټرونه لرې کړئ
«هېڅوک نشته چې ګناه وکړي، بیا پاڅيږي، ځان پاک کړي او بیا لمونځ وکړي، بیا له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، مګر دا چې الله به هغه ته بخښنه وکړي»، بیا یې دا آیت ولوست.{وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ} او هغه كسان چې كله څه بد كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي،[آل عمران سورت: 135 آیت ].
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«له سرپرست پرته نکاح نشته».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«څوک چې (نجومي زده کړه کوي)، هغه په حقیقت کې داسې ده لکه د سحر یوه برخه چې زده کوي، نو څومره یې چې زیاته زده کړه کوي په همغه اندازه یې د سحر د زده کړې کچه زیاتیږي».
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعاګانې سبا او بیګا نه پرېښودلې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي دِينِي وَدُنْيَايَ وَأَهْلِي وَمَالِي، اللَّهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَتِي -أَو: عَوْرَاتِي- وَآمِنْ رَوْعَاتِي، اللَّهُمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ، وَمِنْ خَلْفِي، وَعَنْ يَمِينِي، وَعَنْ شِمَالِي، وَمِنْ فَوْقِي، وَأَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِي». «یا الله! زه له تانه په دنیا او آخرت کې د سلامتیا سوال کوم، یا الله! زه له تانه په خپل دین، دنیا، کورنۍ او مال کې د بخښنې او سلامتیا سوال کوم، یا الله! زما شرمګاه - او یا شرمګاوې په پرده کې وساته، او زما وېره په امن بدله کړه، یا الله زما د مخې، زما د شا، زما د ښي اړخ، زما د چپ اړخ، زما د پاسه او د لاندې له خوا زما ساتنه وکړه، او ستا په لویۍ پناه نیسم له دې چې د لاندې له خوا ترور شم.
صحيح دی ابو داود، النسائي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم د عقبه جمرې (لویي جمرې) په سهار په داسې حال کې چې په اوښ سپور و وفرمایل: «ماته تیږې/ګیټۍ راټولې کړه» نو ما ورته اووه کاڼي/ګيټي راټول کړل، نو هغه په ورغوو کې ومروړل او ویې وییل: «د دې په څېر، په کاڼو وېشتل وکړئ ." بیا یې وفرمایل: «د دې په شان کاڼو باندې ئې و وولئ» بيا ئې وفرمایل: «اې خلکو، په دین کې له افراطیت څخه ځان وساتئ، په حقیقت کې ستاسو څخه مخکې خلک په دین کې د افراطیت له امله هلاک شوي دي».
صحيح دی ابن ماجه، النسائي او احمد روایت کړی دی
«قیامت به تر هغه پورې نه قائمېږي، تر څو چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي ونه کړي».
صحيح دی ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
«زما او د دنیا سره څه دي، په دنیا کې زما بېلګه د هغه سپور لاروي په څېر ده چې د یوې ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پرېږدي او ترې لاړ شي».
صحيح دی الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
«انسان د خپلې معدې په څېر بل ناوړه لوښی نه دی ډک کړی، د بني آدم لپاره یو څو مړۍ بسنه کوي چې ملا یې پرې ټېنګه شي، که چاره نه وه، نو د (معدې) درېیمه برخه یې د خوړو لپاره او درېیمه دې د څښاک لپاره او درېیمه دې د ساه اخېستلو لپاره پرېږدي».
صحيح دی امام أحمد، الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی