Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 2

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

راوي

ټول راویان وښایاست (55)
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له لاس څخه ونیوه او ویې ویل: "اې معاذه، په الله قسم چې زه درسره مینه لرم"، نو ویې فرمایل:«اې معاذه! زه تاته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې مه پرېږده چې ووایې: اې الله، ستا په یادولو، ستا په شکر ادا کولو او ستا په ښه عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې».
صحيح دی ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دی
زه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د مزل پر مهال ورنږدې شوم، ورته مې وویل چې: اې د الله رسوله! داسې یو عمل راوښیه چې جنت ته پرې داخل شم او له اور نه پرې وژغورل شم، هغه وفرمایل: « تا راڅخه د یو لوی عمل په اړه پوښتنه وکړه، او یقینا چې دا کار د هغه چا لپاره اسانه دی چې الله ورته اسان کړی وي، د الله تعالی عبادت کوه او د هغه سره هېڅ شی مه شریکوه، لمونځ کوه، زکات ورکوه، د رمضان میاشت روژه نیسه، او د الله تعالی د کور حج وکړه» بیا یې وفرمایل: «آیا د خېر کارونو ته دې لارښوونه ونه کړم: روژه ډال دی، او صدقه ګناهونه داسې وژني لکه څنګه اوبه اور مړ کوي، او همدا رنګه یو سړی چې د شپې لمونځ (تهجد) کوي» وایې: بیا یې دا آیت ولوست«{تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ} یعنې: د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي (د شپې لمانځه لپاره خپل خوب ځایونه پریږدي). تر دې چې {يَعْمَلُونَ}» ته ورسیده، بیا یې وفرمایل: « آیا زه تاسو ته د ټول اسلام د سر، ستنې او تر ټولو د لوړې څوکې په اړه احوال درنکړم؟» ما وویل: ولې نه اې د الله رسوله! ویې فرمایل: د دین سر اسلام او ستن یې لمونځ دی، او تر ټولو لوړه څوکه یې جهاد دی» بیا یې وفرمایل: "ایا زه تاسو ته د دې ټولو له جوهر څخه خبر درنکړم؟" ماوویل: ولې نه اې د الله نبي، نو خپله ژبه یې ونیوله او ویې فرمایل: «دا دې کنترول کړه» ما وویل: اې د الله نبی، آیا موږ په خپلو خبرو نیول کیږو؟ ویې فرمایل: « مور دې درباندې بوره شي اې معاذه! آیا د ژبې له بې ځایه خبرو بل څه هم شته چې له امله یې خلک پړمخه په اور کې ورغوځول کیږي؟!».
د ټولو روایتونو په اعتبار صحیح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی