Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 61

فلټرونه لرې کړئ
«إِنَّ النَّاسَ إِذَا رَأَوْا الظَّالِمَ فَلَمْ يَأْخُذُوا عَلَى يَدَيْهِ أَوْشَكَ أَنْ يَعُمَّهُمُ اللَّهُ بِعِقَابٍ مِنْهُ». "کله چې خلک یو ظالم وویني او د ظلم څخه یې لاسنیوی ونه کړي، لرې نده چې الله به په دوی ټولو خپل عذاب راولي".
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی،- درې ځلې» او زموږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر دا چې، الله جل جلاله یې په توکل سره له منځه وړي.
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د سهار لمونځ راکړ نو ویې ویل: «آیا فلانی حاضر دی؟» هغوی وویل: نه، ویې ویل: «آیا فلانی حاضر دی؟»: هغوی وویل: نه، ویې ویل: «په حقیقت کې دا دوه لمونځونه د منافقانو لپاره تر ټولو درانده لمونځونه دي او که تاسو په دې پوهیدلي چې په دې دواړو (لمونځونو) کې څه دي، نو تاسو به ورته راغلي وئ، که څه هم په خاپوړو وای ، او یقینا چې لومړی صف یې د ملایکو د صف په څېر دی، او که چېرته یې په فضیلت پوه شوي وئ نو ځانونه به مو وختي ور رسولي وو، او یقینا چې د یو سړي لمونځ د بل سړي سره له یوازې لمانځه څخه ډېر پاکیزه دی، او د دوو سړيو سره یې لمونځ د یو سړي سره له لمانځه څخه ډېر پاکیزه دی او هر څومره چې ډېرېږي نو همغومره الله تعالی ته محبوب وي.
صحيح دی ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دی
کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت د رفع کولو له ځای څخه راووت نو: «غُفْرَانَكَ» به یې ویل، یعنې اې ربه ماته بخښنه وکړه.
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې نازله شوه.
صحيح دی ابو داود روايت کړی دی
موږ به له (حېض څخه د پاکوالي نه وروسته) خړوالي او زیړوالي (خړو او زیړو اوبو) ته نه لېدل (یعنې لمونځ به مو ورسره کاوه).
صحيح دی ابو داود په دې لفظ روایت کړی او البخاري د ( بعد الطهر ) له زیادت پرته روایت کړی
"څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ".
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی