Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 4

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«بېشکه (شرکي) دمونه، بندونه او تعویذونه (یا کوډې کول ) شرک دی».
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی،- درې ځلې» او زموږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر دا چې، الله جل جلاله یې په توکل سره له منځه وړي.
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر کې و، هغه د حاجت رفع کولو لپاره ولاړ، نو موږ یوه مرغۍ ولیدله چې دوه بچیان یې درلودل، موږ یې بچیان را ونېول، نو مرغۍ راغله او ځان یې د خپلو بچیانو پر سر غورځاوه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او ویې ویل: "چا دغه مرغۍ د بچیانو په اخستلو سره زورولې ده ؟ خپل بچیان یې بېرته ورکړئ". همدارنګه، هغه د مېږیو ځاله ولیده چې موږ سوځولې وه، نو ویې فرمایل: "دا چا سوځولې ده؟" موږ وویل: مونږ ، هغه وفرمایل: «مناسب نه دي چې په اور دې خلک سوځول وکړي، ځکه په اور عذاب ورکول یوازې د اور د مالک کار دی".
صحيح دی ابو داود روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د حاجت خطبه راښودلې ده(او هغه داسې ده): حمد او ثنا الله لره ده، مونږ له هغه څخه مرسته او بښنه غواړو، په هغه د خپلو ځانونو له شر څخه پناه غواړو، چاته چې الله هدایت وکړي د هغه لپاره ګمراه کوونکی نشته، او څوک چې ګمراه کړي هغه لره هدایت کوونکی نشته او زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل حق مبعود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د هغه بنده او رسول دى، {اې خلکو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې له یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه د هغه په (نامه) سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى[النساء: 1] (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په داسې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ) [آل عمران: ۱۰۲] {اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره [۷۰] هغه به تاسو ته ستاسو عملونه سم (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوک چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، په ډېر لوى كاميابېدلو سره [الاحزاب: 70-71].
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی