Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 26

فلټرونه لرې کړئ
«کله چې الله - تعالی - جنت او اور (دوزخ) پیدا کړل، نو جبرائیل علیه السلام یې جنت ته ولیږه، او ویې ویل: ورته وګوره او هغه څه ته چې ما یې خاوندانو ته پکې چمتو کړي دي، نو ورته یې وکتل او بیرته راوګرځېده او ویې فرمایل: ستا په عزت مې دې قسم وي، هیڅوک به یې په اړه نه اوري مګر دا چې ورته به ننوځي. نو امر یې وکړ چې په سختو کارونو سره دې وپوښل شي، نو ویې فرمایل: ورشه او ورته وګوره او هغه څه ته چې ما یې د خاوندانو لپاره چمتو کړي دي، نو هغه ورته وکتل، ګوري چې په سختو کارونو سره پوښل شوی دی، نو ویې فرمایل: ستا په عزت مې دې قسم وي زه ووېریدم چې هیڅوک به ورته داخل نه شي. ویې فرمایل: لاړ شه او اور ته وګوره او هغه څه ته چې ما یې د خاوندانو لپاره چمتو کړي دي. هغه ورته وکتل، ګوري چې یو د بل له پاسه سپریږي (یعنې د اور لمبې یو پر بل د پاسه کیږي) نو راوګرځېده او ویې ویل: زما دې ستا په عزت قسم وي چې هیڅوک به ورته داخل نه شي. نو امر یې وکړ او په شهوتونو وپوښل شو، نو ویې فرمایل: وګرځه او ورته وګوره. نو ورته یې وکتل؛ ګوري چې په شهوتونو سره پوښل شوی دی، نو راوګرځېده او ویې فرمایل: زما دې ستا په عزت قسم وي، یقینا زه وویریدم چې هیڅوک به ترې خلاص نه شي مګر دا چې ور داخل به شي».
حسن أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
«بېشکه چې ستاسو رب ډېر حیاناک او عزتمند دی، هغه له خپل بنده نه حیا کوي چې کله ورته لاسونه پورته کړي او بېرته یې تش ور وګرځوي».
حسن ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی
«ما مِنْ أحَدٍ يُسلِّمُ علي إلا ردَّ اللهُ عليَّ رُوحي حتى أردَّ عليه السَّلامَ». «هېڅوک پر ما سلام نه اچوي مګر دا چې الله تعالی ماته زما روح راګرځوي چې زه ورته ځواب ورکړم».
سند يې حسن دی. ابو داود او احمد روايت کړی دی
اې د الله رسوله! د سعد مور وفات شوې ده، نو کومه صدقه غوره ده؟، هغه وفرمایل: «اوبه»، وایي: نو څاه یې وکېندله، او ویې ویل: دا د سعد د مور ده.
د ټولو روایتونو په اعتبار حسن دی ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
"کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی لومړیتوب نه لري".
حسن ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی
له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه چې هغه به کله جومات ته ننوت نو ویل به یې: «أعوذ بالله العظيم، وبوجهه الكريم، وسلطانه القديم، من الشيطان الرَّجِيم»، یعنې په لوی الله، د هغه په عزتمن روی او قدیم سلطنت له رټلی شوي شیطان څخه پناه نیسم، وایي: آیا همداسې یې ویلي؟ ما وویل: هو، وایي: کله چې دا ذکر ووایي، نو شیطان ووایي چې: ټوله ورځ راڅخه په امن کې شو.
حسن ابو داود روايت کړی دی
«خپلو اولادونو ته په اووه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ، او (د نه کولو په صورت کې یې پرې ووهئ) کله چې لسو کلونو ته ورسیږي، او د خوب ځایونه یې سره جلا کړئ».
حسن ابو داود روايت کړی دی
"یو له سترو جهادونو څخه د ظالم واکمن پر وړاندې عادلانه وینا ده".
حسن لغيره دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی