Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 10

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«دا څلور ځانګړنې دي چې په چا کې وي منافق دی، او که له دغو ځانګړنو څخه یوه هم په کې وه، نو د منافقت یوه ځانګړنه به پکې وي تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي، دروغ وایي، کله چې وعده کوي، وفا پرې نه کوي، کله چې شخړه کوي سپکې سپورې وایي، او کله چې تړون وکړي نو خیانت کوي».
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
«په خلکو کې د کفر دوه خویونه دي چې یو یې د خلکو د نسب پسې سپکې سپورې ویل او بل یې په مړو فریاد کول دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«د منافق مثال د هغه پسه په شان دی چې د دوو رمو تر منځه ځي راځي، کله دې ته ورځي او کله هغې ته ( نه پوهیږې چې کومې سره یو ځای شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"هیڅ څوک پر بل د بدکارۍ او کفر تور نه لګوي، په داسې حال کې چې هسې نه وي مګر دا چې وینا یې بېرته پرې ورګرځي".
صحيح دی متفق علیه دی
«په چا کې چې څلور خصلتونه وي هغه سوچه منافق دی او په چا کې چې له دغو څخه یو خوی هم وي په هغه کې د نفاق یو خوی دی تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي درواغ وايي او کله چې تړون وکړي ماتوي یې، كله چې وعده وکړي وعده خلافي کوي او کله چې شخړه وكړي کنځلې کوي».
صحيح دی متفق علیه دی
پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته په حدیبیه کې د سهار لمونځ راکړ پداسې حال کې چې د شپې باران وریدلی و، نو کله یې چې سلام وګرځاوه، خلکو ته یې مخ کړ او ویې فرمایل: « آیا پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: زما بنده ګانو پداسې حال کې سهار کړ چې ځیني له دوی څخه پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور یې کفر کوونکي دي ، نو هغه چا چې وویل: د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما ایمان لرونکی او په ستورو کفر کوونکی دی او هغه چا چې وویل: د فلاني او فلاني ستوري - د راښکاره کېدو - له امله پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما کافر او په ستورو ایمان لرونکی دی».
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې ورسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی وي، نو اور ته داخل شو» [9].
صحيح دی مسلم روايت کړی دی