Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 18

فلټرونه لرې کړئ
«زه به په حوض باندې - ولاړ - یم تر څو وګورم چې ستاسو څخه څوک پر ما راځي، نو یو څه خلک به ماته له راتګ څخه منع شي، زه به ووایم: اې ربه دوی زما او زما له امت څخه دي، نو وبه وییل شي: آیا ته پوهیږې چې ستا څخه وروسته یې څه کړي دي، قسم په الله چې ډیر ځنډ یې ونکړ تر دې چې شاتګ یې وکړ- یعنې بېرته ستا له دین څخه اوړېدلي دي».
صحيح دی متفق علیه دی
«په جنت کې سل درجې دي، د هرو دوو درجو ترمنځ واټن د آسمان او ځمکې ترمنځ په اندازه واټن دی، او فردوس تر ټولو لوړه درجه ده، له هماغې څخه د جنت څلور واړه ویالې بهېږي، او د هغې له پاسه عرش دی؛ نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس ترې وغواړئ».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
"د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي".
صحيح دی متفق علیه دی
«الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي ، او کافر ته په هغې نيکۍ سره خواړه ورکوي چې په دې دنيا کې يې د الله لپاره کړي وي، تر دې چې کله آخرت ته لاړ شي، نو داسې کوم نیک عمل به نه لري چې بدله یې ورکړل شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"څوک چې ناداره کس (قرضدار) ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې راولي چې په هغه ورځ د هغه له سیوري پرته بل سیوری نه شته".
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
"د قیامت په ورځ به د ټولو خلکو په پرتله موذنان تر ټولو اوږدې غاړې ولري".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
بې‌شکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي دوی به نه تشې متیازې کوي او نه ډکې، او نه به لیاړې او بلغم تو کوي، د هغوی ږمنځې به له سرو زرو څخه وي او خولې (عرق) به یې مشک وي، بخورونه (د خوشبویۍ مواد) به یې د (عود الأنجوج) څخه وي (دا د خوشبویه لرګي یو ښه کیفیت لرونکی لرګی دی چې د دودولو پر مهال ښایسته بوی کوي)، یو ډول خوشبویي ده، ښځې به یې حورالعین وي، ټول به د یوه سړي په شکل وي؛ د خپل پلار آدم په صورت، چې قد به یې شپېته ذراعه لوړ وي».
صحيح دی متفق علیه دی
"زه د قیامت په ورځ د ټولو خلکو سردار یم، آیا پوهېږئ ولې؟ الله تعالی به ټول خلک – له لومړیو څخه تر وروستیو پورې – په یو میدان کې راټول کړي، داسې چې بلونکي (فرشتې) به غږ ور اوروي، او ټول به یو بل ته ښکاري، لمر به نږدې شي، خلک به له اندېښنې او کړاو څخه دومره پرېشانه شي چې زغملی به یې نه شي، نو خلک به یوبل ته ووايي: 'آیا نه وینئ چې څه دررسېدلي؟ آیا یو څوک نه پیدا کوئ چې د رب پر وړاندې مو شفاعت وکړي؟ ځينې به یو بل ته ووايي: آدم - علیه السلام- ته لاړ شئ، نو دوی به آدم علیه السلام ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د بشریت پلار یې، ته الله پخپلو لاسونو پیدا کړی یې، له خپل روح څخه یې په تا کې پو کړی دی (یعنې له هغو ارواحو څخه چې الله پېداکړي دي)، ملایکو ته یې امر کړی چې تا ته سجده وکړي؛ نو زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه! ته نه وینې چې موږ په څه حال کې یو؟ آدم به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی چې مخکې داسې نه دی غصه شوی او نه به وروسته لدې داسې غصه شي، هغه زه له یوې ونې منع کړی وم، خو ما نافرماني وکړه (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، نوح ته لاړ شئ! خلک به نوح ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د ځمکې خلکو ته لومړی رسول یې، ته الله په "شکرکوونکی بنده" سره یاد کړی یې، زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو! نوح به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی، چې مخکې لدې داسې نه و، او نه به وروسته له دې داسې غصه شي، او یقینا چې زما لپاره د قبلېدو یوه دعا وه خو ما خپل قوم ته خېرې وکړې؛ (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، ابراهیم ته لاړ شئ! نو خلک به ابراهیم ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د الله نبي او د ځمکې پر مخ د هغه خلیل (خاص دوست) یې؛ زموږ لپاره شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! ابراهیم به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی، چې مخکې لدې داسې نه و غصه شوی او نه به وروسته له دې داسې غصه شي، او یقینا چې ما درې ځلې دروغ ویلي، نو (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي)، (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، موسی ته لاړ شئ، نو خلک به موسی ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د الله رسول یې، الله ته په رسالت او کلام سره پر نورو خلکو غوره کړی یې، نو زموږ لپاره دې خپل رب ته شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! نو هغه به ووایي: زما رب نن داسې غصه شوی چې مخکې لدې داسې نه و غصه شوی او نه به وروسته لدې داسې غصه شي، او یقینا چې ما یو انسان وژلی و، چې ماته یې د وژلو امر نه و شوی، نو (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، عیسی بن مریم ته لاړ شئ، نو خلک به عیسی ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د الله رسول او د هغه کلمه یې چې مریمې ته یې د هغې په اړه (د جبریل علیه السلام په واسطه) پوهه ورکړه او ورته یې ورسوله (چې هغه د کن کلمه ده)، او د هغه روح یې (د هغو ارواحو له جملې څخه یې چې الله پېدا کړي دي) او په زانګو کې دې له خلکو سره خبرې کړې دي، نو زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! نو عیسی به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی چې هیڅکله لدې وړاندې داسې نه و غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، او د هېڅ کومې ګناه یادونه يې ونه کړه، (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، محمد - صلی الله علیه وسلم - ته لاړ شئ، خلک به محمد صلی الله علیه وسلم ته راشي، او ورته به ووايي: ای محمده! ته د الله رسول یې، د انبیاوو لړۍ پر تا پای ته رسېدلې ده، الله ستا مخکني او وروستني ګناهونه بخښلي دي، نو زموږ لپاره شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟ (وایي) زه به روان شم، د عرش لاندې به سجده وکړم، او الله به پر ما د داسې ستاینو دروازې پرانیزي، چې مخکې هېچا ته نه دي ورکړل شوي، بیا به وویل شي: "ای محمده! سر پورته کړه، غوښتنه وکړه، درکول کېږي؛ شفاعت وکړه، شفاعت دې قبلیږي! نو زه به سر پورته کړم، او وبه وایم: "زما امت، ای ربه! زما امت، ای ربه! زما امت، ای ربه! بیا به وویل شي: "ای محمده! له خپل امت څخه دې بې حسابه جنت ته له ښۍ دروازې دننه کړه، او دوی به له نورو خلکو سره د نورو دروازو له لارې په ننوتو کې شریک وي، (دا ته ننباسه او نور به د نورو خلکو سره له نورو دروازو ننوځي)، بیا یې وفرمایل: "قسم په هغه ذات چې زما نفس یې په لاس کې دی! د جنت د دروازو د دوو پلو ترمنځ واټن دومره دی لکه د مکې او حِمیر ترمنځ – یا یې وفرمایل: د مکې او بصرې ترمنځ-".
صحيح دی متفق علیه دی