Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 13

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«له شک پرته د جنت تر ټولو ټیټ مقام لرونکي کس ته به وویل شي چې: هیله وکړه، نو دی به هیله وکړي، بیا به ورته ووایي: آیا هیله دې وکړه؟ هغه به ووايي: هو، نو ورته به ووایي: ستا لپاره هغه څه دي چې تا یې هیله کړې او د هغه په څېر ورسره نور هم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
مونږ یو شپه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې سپوږمۍ ته یې وکتل - یعنې د څوارلسمې شپې وه - نو ویې فرمایل: «خامخا به تاسو خپل رب داسې وینئ لکه څرنګه چې تاسو دا سپوږمۍ وینئ پرته له کومې ستړتیا او سختۍ څخه، نو که چېرته مو وکولای شول چې د لمر راختلو څخه مخکې او له لمر پرېوتلو وړاندې لمونځ درڅخه پاتې نه شي، نو دا کار وکړئ» بیا یې دا آیت ولوست {وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ}» یعنې: او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې}»
صحيح دی متفق علیه دی
«مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ، فَأُحْمِيَ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ، فَيُكْوَى بِهَا جَنْبُهُ وَجَبِينُهُ وَظَهْرُهُ، كُلَّمَا بَرَدَتْ أُعِيدَتْ لَهُ، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ، إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ» «د سرو او سپینو زرو هېڅ مالک نشته چې حق يې ترې نه ادا کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به ورته د اور تختې جوړې شي، او د جهنم په اور به سکروټي کړای شي او د دوی اړخونه، تندي او شاګانې به پرې په داسې ورځ کې داغل کېږي چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی ، هر کله چې دا (د اوسپنې تختې) سړې شي بیا به ورته ګرمې کړای شي، تر دې چې د بندګانو تر منځ پرېکړه وشي، نو بیا به خپله لار یا جنت لوري ته ومومي او یا دوزخ لور ته».
صحيح دی متفق علیه دی
«خلک به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او ناسنته راپورته کړی شي» ماوویل: اې د الله رسوله! ښځې او سړي به یو بل ته ګوري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عائشې! حالت به لدې ډېر سخت وي چې خلک یو بل ته وګوري».
صحيح دی متفق علیه دی
آیا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟»هغوی وویل: په موږ کې مفلس هغه څوک دی چې درهم او توښه ونه لري، نو هغه وفرمایل: «یقینا چې زما په امت کې مفلس هغه څوک دی چې د قیامت په ورځ د لمانځه، روژې او زکات سره راشي، (خو) په داسې حال کې به راشي چې دې ته کنځل کړي، پر ده یې تور (تهمت) پوری کړی، د ده یې مال خوړلی، د ده وینه یې توی کړې او دا یې وهلی؛ نو ده ته به یې له نیکۍ ورکړل شي او دې ته به یې هم له نیکۍ ورکړل شي، نو که چېرته یې نیکۍ مخکې لدې خلاصې شي چې د خلکو حقونه ادا کړي، د خلکو ګناهونه به راواخېستل شي او پر ده به ورواچول شي، او بیا به په اور کې وغورځول شي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی