Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 4

فلټرونه لرې کړئ
«په جنت کې سل درجې دي، د هرو دوو درجو ترمنځ واټن د آسمان او ځمکې ترمنځ په اندازه واټن دی، او فردوس تر ټولو لوړه درجه ده، له هماغې څخه د جنت څلور واړه ویالې بهېږي، او د هغې له پاسه عرش دی؛ نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس ترې وغواړئ».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
"څوک چې ناداره کس (قرضدار) ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې راولي چې په هغه ورځ د هغه له سیوري پرته بل سیوری نه شته".
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
«د قيامت په ورځ به د بنده دواړه قدمونه له خپله ځایه پورته نه شي تر څو ترې د هغه د عمر په اړه پوښتنه وشي چې په څه کې یې تېر کړی، او د علم په اړه چې څه عمل یې پرې کړی، او د مال په اړه چې له کومې لارې یې تر لاسه کړی او په کومه لاره کې یې لګولی، او د بدن په اړه چې په څه کې یې زوړ کړی دی».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
کله چې دا آیت نازل شو {ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ} [التكاثر: 8] ،بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې پوښتنه كېږي ، نو زبیر وویل: اې د الله رسوله: هغه کوم نعمتونه دي چې زمونږ څخه به یې پوښتنه کیږي، پداسې حال کې چې یوازې دوه تور خواړه لرو چې یو یې خرما او بل یې اوبه دي؟ هغه وفرمایل: «خبردار اوسئ چې له همدې څخه به کیږي».
حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی