Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 4

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

(ما پریږدئ تر څو چې ما پرېښي یاست، یقینا ستاسو څخه مخکیني خلک د ډېرو پوښتنو او د پېغمبرانو په سر د اختلاف له امله هلاک شوي دي، نو کله مې چې له یو کار څخه منع کړئ نو ډډه ترې وکړئ، او کله مې چې درته په یو څه امر وکړ نو د خپلې وسې په اندازه یې پر ځای کړئ).
صحيح دی متفق علیه دی
«خَيْرُ يَوْمٍ طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ يَوْمُ الْجُمُعَةِ، فِيهِ خُلِقَ آدَمُ، وَفِيهِ أُدْخِلَ الْجَنَّةَ، وَفِيهِ أُخْرِجَ مِنْهَا، وَلَا تَقُومُ السَّاعَةُ إِلَّا فِي يَوْمِ الْجُمُعَةِ». "تر ټولو غوره ورځ چې لمر پرې راختلی د جمعې ورځ ده، په همدې ورځ آدم پیدا شوی او په همدې ورځ جنت ته داخل شوی او په همدې ورځ ترې راوېستل شو، او قیامت د جمعې له ورځې پرته نه راځي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي».
صحيح دی متفق علیه دی
"له څه شي نه مې چې ما منع کړي یاست؛ ځان ترې وساتئ، او په څه شي مې چې درته امر کړی، نو تر خپلې وسې یې عملي کړئ، بېشکه چې ستاسو څخه مخکني خلک (په دین کې) د ډېرو پوښتنو او د پېغمبرانو په اړه د خپلمنځي اختلافاتو له امله هلاک شوي دي".
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی