Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 26

فلټرونه لرې کړئ
«عمل له افراط او تفریط پرته بشپړوالي ته ورنږدې کړئ او یا یې بشپړ ادا کړئ، او پوه شئ چې هېڅوک به ستاسو څخه په عمل ونه ژغورل شي». هغوی وویل: ته هم اې د الله رسوله؟ هغه وفرمایل: «زه هم نه، مګر دا چې الله مې په خپل رحمت او مهربانۍ کې پټ کړي».
صحيح دی متفق علیه دی
"الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«په تاسو کې هېڅوک نشته مګر دا چې الله به ورسره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه او د ده ترمنځ به هېڅ ترجمان نه وي، نو خپل ښي طرف ته به وګوري، یوازې هغه څه به وګوري چې وړاندې کړي یې دي، او بل (چپ) طرف ته به وګوري او یوازې هغه څه به یې تر سترګو شي چې وړاندې کړي یې دي، او مخامخ به وګوري نو یوازې اور به یې مخ ته وي، نو له اور څخه ځان وژغورئ که څه هم په نیمه خرما سره وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
رسول الله ﷺ اشج؛ د عبد القیس اشج ته وفرمایل: «په تا کې دوه ځانګړي خویونه دي چې الله یې خوښوي: (د غصې پر مهال ځان کابو کول حال دا چې کولی شي اقدام وکړې چې دې ته)(حِلم) (وایي، او بل صفت دا چې په پرېکړې کولو کې بیړه نه کوې، بلکې له تفکر څخه کار اخلې چې دې ته (الأناة) وایي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله – جل جلاله- فرمايلي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، زما د هغه سره د جګړې اعلان دی، او زما بنده ما ته په هېڅ شي دومره نه نږدې کېږي چې زه یې خوښ ګڼم لکه څومره چې ماته د هغه څه په کولو سره رانږدې کېږي چې ما پرې فرض کړي دي، او زما بنده په نفلونو سره ما ته دومره نږدې کېږي تر دې چې زه ورسره مینه وکړم، نو کله چې ورسره مینه وکړم: زه به د هغه لپاره د غوږ حیثیت ولرم چې اورېدل پرې کوي، د هغه لپاره به د سترګې حیثیت ولرم چې کتل پرې کوي، د هغه لپاره به د لاس حیثیت ولرم چې رانیول پرې کوي او د هغه لپاره به د پښې حیثیت ولرم چې ګرځېدل پرې کوي، او که هغه زما څخه څه وغواړي زه به یې ورکړم، او که هغه زما څخه د پناه غوښتنه وکړي، زه به هغه ته پناه ورکړم».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روایت دی په هغه څه كې چې هغه له خپل رب څخه روايت كوي، فرمایي: «په حقيقت كې الله جل جلاله ښه او بد ليكلي، بيا يې بيان کړي دي، نو چا چې د نيکۍ اراده وکړه خو یې ونه کړه، الله تعالی به د هغه لپاره پوره نيکي وليکي، او که چېرته یې اراده وکړه او عمل یې پرې هم وکړ نو الله تعالی به ورته لس نیکۍ تر اوه سوه چنده، او څو چنده زیاتې ولیکي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ نو الله تعالی به یې ورته د ځان سره پوره نیکي ولیکي، خو که چېرته یې د بدۍ اراده وکړه او عملي یې کړه نو الله تعالی به ورته یوه بدي ولیکي».
صحيح دی متفق علیه دی
نبي صلی الله علیه وسلم ته بندیان راغلل، ګوري چې له بندیانو څخه د یوې مېرمنې سینې له شیدو ډکې دي، چې ناڅاپه یې په بندیانو کې یو کوچنی وموند، نو راپورته یې کړ، سینې ته یې واچاوه او شیدې یې ورکړې، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم مونږ ته وفرمایل: «آیا ګمان کوئ چې دا ښځه دې خپل ماشوم اور ته وغورځوي؟» مونږ وویل: نه، که چېرته د دې ځواک ولري چې اور ته یې ونه غورځوي، نو هغه وفرمایل: « الله پاک پر خپلو بندګانو تر دې ښځې ډېر مهربان دی، لکه څومره چې دا په خپل کوچني مهربانه ده».
صحيح دی متفق علیه دی