Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 1

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

روایت شوی په

له پيغمبر – صلی الله علیه وسلم – څخه – په هغه څه کې چې هغه یې له خپل رب څخه روایتوي چې هغه فرمایلي دي: «اې زما بندګانو، ما پر خپل ځان ظلم حرام کړی دی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ ، اې زما بنده ګانو تاسو ټول ګمراه یاست مګر هغه څوک چې ما ورته هدایت کړی دی، نو زما څخه هدایت وغواړئ زه به تاسو ته هدایت وکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو ټول وږي یاست مګر هغه څوک چې ما موړ کړی دی، نو زما څخه روزي وغواړئ زه به تاسو ته روزي درکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو ټول بربنډ یاست مګر هغه څوک چې ما پټ کړی دی، نو زما څخه جامې وغواړئ زه به تاسو پټ کړم، اې زما بنده ګانو تاسو شپه او ورځ ګناهونه کوئ او زه ټول ګناهونه بخښم، نو زما څخه بخښنه وغواړئ زه به تاسو ته بخښنه وکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو زما ضرر ته نه شئ رارسیدلی چې ماته ضرر راورسوئ، او نه زما ګټې ته رارسیدلی شئ چې ماته ګټه راورسوئ، اې زما بنده ګانو! که چېرته مخکني او وروستني ستاسو، انسانان او پېریان ستاسو ټول د یو تر ټولو تقوا لرونکي انسان په زړه باندې شي، نو زما په پادشاهۍ کې به هېڅ شی زیات نه شي. اې زما بنده ګانو! که چېرته مخکیني او وروستني ستاسو، انسانان او پېریان ستاسو؛ ټول په یو میدان کې ودریږي او زما څخه سوال وکړي او هر یو ته د هغه د غوښتنې مطابق ورکړم؛ نو هېڅ شی به کم نه شي له هغه څه نه چې ما سره دي مګر د ګنډلو د یوې ستنې په اندازه چې په دریاب کې وټومبل شي، اې زما بنده ګانو! یقینا دا ستاسو عملونه دي زه یې تاسو ته حسابوم بیا یې تاسو ته درسپارم، نو چا چې خیر وموند نو د الله ستاینه دې وکړي او چا چې پرته لدې بل څه وموندل نو یوازې خپل ځان دې ملامته کړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی