Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 20

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

؛بېشکه چې الله جل جلاله غیرت کوي، او مؤمن غیرت کوي، او د الله -جل جلاله- غیرت دا دی چې یو څوک هغه څه وکړي چې الله تعالی پرې حرام کړي وي».
صحيح دی متفق علیه دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، چې یو سړي وویل: اې د الله نبي، کافر به څنګه په مخ راپورته کیږي؟ هغه وفرمایل: « آیا هغه ذات چې ده ته یې په دنیا کې وړتیا ورکړې ده چې په پښو وګرځي پدې قادر ندی چې په قیامت کې یې په مخ وګرځوي؟» قتادة وایي، ولې نه! زما دې زمونږ د رب په عزت قسم وي.
صحيح دی متفق علیه دی
«الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي ، او کافر ته په هغې نيکۍ سره خواړه ورکوي چې په دې دنيا کې يې د الله لپاره کړي وي، تر دې چې کله آخرت ته لاړ شي، نو داسې کوم نیک عمل به نه لري چې بدله یې ورکړل شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله تبارک و تعالی به جنتیانو ته ووایي: اې جنتیانو؟ هغوی به ووایي: مونږ دې پرله پسې امر پر ځای کولو ته تیار یو زمونږ ربه! او پرلپسې پرې خوښ یو، نو وبه وایي: آیا راضي یاست؟ هغوی به ووایي: مونږ به ولې نه راضي کیږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې خپلو هېڅ مخلوقاتو ته دې نه دي ورکړي؟ نو وبه وایي: زه به تاسو ته له دې نه هم زیات غوره څه درکړم؟ هغوی به ووایي: اې ربه! لدې به نور کوم څه زیات غوره وي؟ هغه به وفرمایي: زه به تل له تاسو څخه د تل لپاره راضي یم او هېڅکله به درڅخه ناراضه نه شم».
صحيح دی متفق علیه دی
«عمل له افراط او تفریط پرته بشپړوالي ته ورنږدې کړئ او یا یې بشپړ ادا کړئ، او پوه شئ چې هېڅوک به ستاسو څخه په عمل ونه ژغورل شي». هغوی وویل: ته هم اې د الله رسوله؟ هغه وفرمایل: «زه هم نه، مګر دا چې الله مې په خپل رحمت او مهربانۍ کې پټ کړي».
صحيح دی متفق علیه دی
"الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«په تاسو کې هېڅوک نشته مګر دا چې الله به ورسره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه او د ده ترمنځ به هېڅ ترجمان نه وي، نو خپل ښي طرف ته به وګوري، یوازې هغه څه به وګوري چې وړاندې کړي یې دي، او بل (چپ) طرف ته به وګوري او یوازې هغه څه به یې تر سترګو شي چې وړاندې کړي یې دي، او مخامخ به وګوري نو یوازې اور به یې مخ ته وي، نو له اور څخه ځان وژغورئ که څه هم په نیمه خرما سره وي».
صحيح دی متفق علیه دی