Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 28

فلټرونه لرې کړئ
ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه پنځه ورځې مخکې ترې واورېدل چې ویل یې: « زه الله تعالی ته بېزاري ښایم لدې چې ستاسو څخه دې څوک په خالصې دوستۍ ونیسم، ځکه چې الله تعالی زه په خالصې دوستۍ نیولی یم، لکه څرنګه یې چې ابراهیم په خالصې دوستۍ نیولی دی او که چېرته ما څوک په خالصې دوستۍ نیولی نو خامخا به مې ابو بکر نیولی و، خبردار اوسئ چې ستاسو نه مخکې خلکو د خپلو پیغمبرانو او نېکانو له قبرونو څخه جوماتونه جوړ کړي وو، خبردار اوسئ چې له قبرونو څخه جوماتونه جوړ نه کړئ، زه تاسو لدې څخه منع کوم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ډله راغله، نو هغه له نهو سره بیعت وکړ او یو ته یې د بیعت لاس ورنکړ، هغوی وویل: ای د الله رسوله، له نهو سره دې بیعت وکړ او دا دې پرېښود؟ هغه وفرمایل: «هغه تعویذ ځړولی دی» هغه لاس دننه کړ او تعویذ یې پرې کړ، نو بیعت یې ورسره وکړ او ویې فرمایل «چا چې تعویذ وځړاوه نو یقینا چې شرک یې وکړ».
حسن احمد روايت کړی دی
«نه د ناروغۍ لېږد شته، نه بد فال نیونه او (نیک) فال نیول مې خوښيږي، هغوی وويل فال څه شی دی؟ ویې فرمایل: «نېکه وینا».
صحيح دی متفق علیه دی
«یقینا چې الله جل جلاله تاسو له دې څخه منع کوي چې په خپلو پلرونو قسم وخورئ» عمر رضي الله عنه وویل: په الله جل جلاله مې دې قسم وي چې ما (دا ډول)قسم ندی خوړلی کله مې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي، نه په قصدي توګه او نه دا چې د بل چا څخه حکایت وکړم.
صحيح دی متفق علیه دی