Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 4

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم ».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«په حقیقت کې الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان خوښوي او درې شیان نه خوښوي نو کوم یې چې خوښ دي دا دي چې تاسو یې عبادت وکړئ، هېڅ شی ورسره شریک نه کړئ او ټول د الله رسۍ کلکه ونیسئ او سره جلا نه شئ، او هغه چې نه یې خوښوي: تا ویلي ما ویلي، زیاتې پوښتنې کول او بې ځایه پېسې لګول دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
وویل شول چې: اې د الله رسوله! د قیامت په ورځ ستا په شفاعت نېکمرغه انسان څوک دی؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «اې ابو هریره! یقینا ما فکر کوو چې ستا څخه پرته به هېڅوک راڅخه د دې حدیث په اړه لومړی پوښتنه نه کوي، په احادیثو د زیات حرص له امله چې په تا کې مې لیدلی دی، نو زما په شفاعت نېمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ویلي وي».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاوخوا ناست وو، زموږ سره ابو بکر او عمر هم وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ له منځه پورته شو او ډېر ځنډ یې وکړ، موږ اندېښمن شو چې شاید راڅخه جلا شي او موږ پرېږدي، موږ ووېرېدو او پدې اړه اندېښمن شو، زه لومړی کس وم چې اندېښمن شوم، نو پورته شوم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې مې لټه پیل کړه تر څو یې پیدا کړم، تر دې چې د انصارو د بني نجار د خلکو یو باغ ته راغلم، نو چارچاپېره ترې وګرځېدم خو دروازه مې ونه موندله، تر دې چې یو لښتی مې وموند چې د باندې له یوې څا څخه د دېوال له لارې دننه تللی و، نو زه ترې داخل ته ننوتم او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، هغه پوښتنه وکړه: "ابو هریره څه خبره ده؟" ما وویل: "اې د الله رسوله! تاسو زموږ په منځ کې وئ، بیا پاڅېدئ او ځنډ مو وکړ، موږ ووېرېدو چې هسې نه راڅخه جلا شې، نو اندېښنه راسره پېدا شوه، او زه لومړی کس وم چې اندېښمن شوم تر دې چې دې چارېدوالۍ ته راغلم نو لکه د ګېدړ په څېر په کښېدو راننوتم، او نور خلک مې تر شا دي، هغه وویل: " اې ابو هریره!" او خپلې څپلۍ یې راکړې او ویې ویل:" دا زما څپلۍ واخله او د دې باغ تر شا چې هر چا سره مخ شوې او پدې خبره یې د زړه د باور له مخې ګواهي ورکوله چې له الله پرته بل حق معبود نشته، نو په جنت زیری ورکړه»، د دې سره عمر د دواړو سینو په منځ کې ووهلم، تر دې چې مخ په شا ولوېدم او ویې ویل: وګرځه اې ابو هریره، نو بېرته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروګرځېدم، او په ژړا شوم، عمر راپسې شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څه خبره ده اې ابوهریره؟» ما وویل: د عمر سره مخ شوم، نو په هغه څه مې خبر کړ چې تا یې له امله لېږلی وم، هغه د سینې په منځ کې داسې ووهلم چې شاته ولوېدم، ویې ویل: وګرځه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "اې عمره! څه شي اړباسلې چې داسې دې وکړل؟" عمر ځواب ورکړ: "اې د الله رسوله! زما مور او پلار دې تر تا قربان شي، آیا تاسو ابو هریره لدې څپلیو سره رالېږلی و، ترڅو هر هغه چاته په جنت زېری ورکړي چې پدې خبره ګواهي ورکوي چې له الله پرته بل حق معبود نشته، او پدې خبره یې د زړه له تله باور وي؟" رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: "هو"، بیا عمر وویل: "نو داسې مه کوه، ځکه زه وېره لرم چې خلک به په دې تکیه وکړي، پرېږده چې خلک عمل وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "نو پرې یې ږده».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی