Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 4

فلټرونه لرې کړئ
کله رسول الله - صلی الله علیه وسلم - حنین لورې ته ووت نو د مشرکانو په یوه ونه تېر شو چې هغې ته یې (ذات انواط) ویلې - چې دوی به پکې خپلې وسلې ځړولې، نو دوی وویل: ای د الله رسوله! مونږ ته هم یو ذات انواط وګرځوه لکه څرنګه چې دوی ذات انواط لري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «سبحان الله! دا داسې خبره ده لکه د موسی قوم چې وویل: {اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ} (اى موسٰی! زمونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي)، [الأعراف سورت: 138 آیت] قسم دی زما په هغه ذات وي چې زما ساه د هغه په لاس کې ده خامخا به د پخوانیو په طریقو به لاړ شئ».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
«داسې مه وايئ چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي، بلکې ووايئ: څه چې الله وغواړي او بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي».
د ټولو روایتونو په اعتبار صحیح دی ابو داود او النسائي په الكبرى کې او احمد روایت کړی
یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د ځینو کارونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې، نو ویې ویل: هغه څه کیږي چې الله ئې وغواړي او ته یې وغواړې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا زه دې له الله جل جلاله سره برابر وګڼلم؟ ووایه: هغه کیږي چې یوازې الله یې وغواړي».
سند يې حسن دی. رواه ابن ماجه والنسائي في الكبرى وأحمد
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ډله راغله، نو هغه له نهو سره بیعت وکړ او یو ته یې د بیعت لاس ورنکړ، هغوی وویل: ای د الله رسوله، له نهو سره دې بیعت وکړ او دا دې پرېښود؟ هغه وفرمایل: «هغه تعویذ ځړولی دی» هغه لاس دننه کړ او تعویذ یې پرې کړ، نو بیعت یې ورسره وکړ او ویې فرمایل «چا چې تعویذ وځړاوه نو یقینا چې شرک یې وکړ».
حسن احمد روايت کړی دی