Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 11

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

"خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي".
صحيح دی متفق علیه دی
«یا الله زما قبر بت مه جوړوه، د الله لعنت دې وي په هغو خلکو چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي دي».
صحيح دی احمد روايت کړی دی
«الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
موږ په مسجد کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، چې ناڅاپه یو بانډه چي راغی او په جومات کې یې میتيازې وکړې، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابو وویل: "مه مه" یعنې (دا کار مه کوه) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پرېږدئ(یعنې متیازې کول پرې مه بندوئ)»، نو هغو پرېښوده تر څو یې میتيازې وکړې، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم راوغوښت او ورته یې وفرمایل: «دا جوماتونه د میتازو او ګنده ګۍ لپاره ندي جوړ شوي، بلکې یوازې د الله تعالی د ذِکر، لمانځه، او قرآن کریم د تلاوت لپاره جوړ شوي دي یا لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، وایي بیا یې له خلکو څخه یو سړي ته امر وکړ چې یوه بوقه اوبه راوړي او پر هغه ځای یې واړوي.
صحيح دی متفق علیه دی
«کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«قیامت به تر هغه پورې نه قائمېږي، تر څو چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي ونه کړي».
صحيح دی ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات جوړ کړي، نو خلکو بده وګڼله، او دا یې خوښ وګڼل چې په خپل حال یې پریږدي، نو ویې ویل چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: « چا چې د الله جل جلاله لپاره جومات آباد کړ، نو الله تعالی به ورته د هغه په څېر کور په جنت کې آباد کړي».
صحيح دی متفق علیه دی
«إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوځي، نو مخکې لدې چې کینې دوه رکعته لمونځ دې وکړي».
صحيح دی متفق علیه دی