Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ
«مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي.
صحيح دی النسائي په الکبری کې او ابن ماجه په همدې معنا او احمد هم روایت کړی دی
«لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ، شِبْرًا بِشِبْرٍ، وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ، حَتَّى لَوْ دَخَلُوا فِي جُحْرِ ضَبٍّ لَاتَّبَعْتُمُوهُمْ» قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللهِ آلْيَهُودَ وَالنَّصَارَى؟ قَالَ: «فَمَنْ؟». "یقینا چې تاسو به لوېشت په لوېشت، ذراع په ذراع د هغه کسانو طریقې تعقیب کړئ چې له تاسو څخه مخکې وو، تر دې که دوی د سمسارې سوړي ته ننوځي نو تاسو به ورپسې شئ" مونږ وویل: اې د الله رسوله! آیا یهود او نصارا؟ هغه وویل: نو څوک؟!
صحيح دی متفق علیه دی