Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 5

فلټرونه لرې کړئ
هغه عطاء بن ابي رباح ته وويل: آیا زه تاته د جنتيانو څخه یوه ښځه ونه ښیم؟ ما وویل: هو، هغه وویل: دا توره ښځه ده؛ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: پر ما مېرګي راځي او زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه زما لپاره دعا وغواړه، هغه وویل: «که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي» هغې وویل: زه صبر کوم، او ویې ویل: خو دا چې زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې بربنډه نه شم، نو دعا یې ورته وکړه.
صحيح دی متفق علیه دی
«هر څه په تقدیر باندې دي، تر دې چې تنبلي او ویښتوب او یا ویښتوب او تنبلي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«کله چې الله تعالی د یو بنده په اړه په یوه ځمکه کې د هغه د مرګ پرېکړه وکړي، نو هغې ځمکې ته د ورتګ لپاره ورته اړتیا پیدا کړی شي».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
«اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښیم: الله په ياد لره، هغه به دې ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه، او پوه شه چې! که دا ټول خلک راغونډ شي تر څو تا ته د څه ګټه درورسوي، نو هغوی به تا ته هېڅ ګټه و نه رسوي پرته له هغې چې الله درته لیکلې وي، او که دوی راغونډ شي چې تا ته یو څه ضرر ورسوي، نو هېڅ ضرر به در ونه رسوي له هغه پرته چې الله تعالی درته لیکلی وي؛ قلمونه پورته شوي او کاغذونه وچ شوي دي».
صحيح دی الترمذي او نورو روایت کړی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل کاکا ته وویل: « (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) ووایه، زه به درته د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ ګواهي ورکړم»، وایي: که چېرته قریشو پېغور نه راکاوه او نه یې ویل: چې سختۍ - د مرګ وېرې او کمزورۍ - دې کار ته اړ وېسته نو ستا سترګې به مې پدې سره یخې کړې وې، نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ} [القصص: 56]. یعنې: بېشكه ته هدایت نشې كولى هغه چا ته چې ته يې خوښوې، او لېكن الله هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او هغه ښه عالم دى په هدایت موندونكو باندې)
صحيح دی مسلم روايت کړی دی