Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي ، او کافر ته په هغې نيکۍ سره خواړه ورکوي چې په دې دنيا کې يې د الله لپاره کړي وي، تر دې چې کله آخرت ته لاړ شي، نو داسې کوم نیک عمل به نه لري چې بدله یې ورکړل شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قيامت په اړه پوښتنه وکړه، ويې ويل: قيامت کله دى؟ هغه وویل: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا»، " څه دې ورته چمتو کړي دي " هغه وفرمایل: هیڅ، خو زه د الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لرم، هغه وفرمایل: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ»، «ته له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې». انس رضي الله عنه وویل: موږ په هیڅ شي دومره خوشحاله نه وو، لکه څومره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا خوشحاله وو چې: «تاسو د هغه چا سره یاست چې مینه ورسره لرئ» انس وویل: نو زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لرم او زه هیله لرم چې دوی سره زما د مینې له امله ورسره شم، که څه هم زه د دوی په څیر عمل ونه کړم.
صحيح دی متفق علیه دی
«بې شکه چې د قیامت له نښانو څخه دا دي چې علم پورته کړی شي، ناپوهي زیاته شي او زنا ډیره شي، د شرابو څښل زیات شي، سړي کم شي او ښځې زیاتې شي تر دې چې د پنځوسو ښځو سرپرستي به یو سړی کوي».
صحيح دی متفق علیه دی