Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 47

فلټرونه لرې کړئ
«زه به په حوض باندې - ولاړ - یم تر څو وګورم چې ستاسو څخه څوک پر ما راځي، نو یو څه خلک به ماته له راتګ څخه منع شي، زه به ووایم: اې ربه دوی زما او زما له امت څخه دي، نو وبه وییل شي: آیا ته پوهیږې چې ستا څخه وروسته یې څه کړي دي، قسم په الله چې ډیر ځنډ یې ونکړ تر دې چې شاتګ یې وکړ- یعنې بېرته ستا له دین څخه اوړېدلي دي».
صحيح دی متفق علیه دی
«په جنت کې سل درجې دي، د هرو دوو درجو ترمنځ واټن د آسمان او ځمکې ترمنځ په اندازه واټن دی، او فردوس تر ټولو لوړه درجه ده، له هماغې څخه د جنت څلور واړه ویالې بهېږي، او د هغې له پاسه عرش دی؛ نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس ترې وغواړئ».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، چې یو سړي وویل: اې د الله نبي، کافر به څنګه په مخ راپورته کیږي؟ هغه وفرمایل: « آیا هغه ذات چې ده ته یې په دنیا کې وړتیا ورکړې ده چې په پښو وګرځي پدې قادر ندی چې په قیامت کې یې په مخ وګرځوي؟» قتادة وایي، ولې نه! زما دې زمونږ د رب په عزت قسم وي.
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو قبرونو تېر شو نو ویې فرمایل: «دوی دواړو ته عذاب ورکول کیږي، او په کومه لویه ګناه عذاب نه ورکول کیږي؛ یو له دوی څخه به له تشو متیازو ځان نه ساته او بل چې و نو هغه به د خلکو تر منځ چغلګري کوله » بیا یې یوه لنده (لمده) لخته راواخیسته، دوه ترازې یې کړې، او په هر قبر یې یوه لخته وټومبله، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله؟ دا کار دې ولې وکړ؟ ویې فرمایل: « کیدی شي له امله یې له دواړو تر هغه پورې عذاب سپک شي، تر څو چې دواړه وچې شوې نه وي».
صحيح دی متفق علیه دی
ما وویل: اې د الله رسوله! د حوض لوښي څه دي؟ ویې فرمایل: « قسم په هغه ذات چې د محمد روح د هغه په ​​لاس کې دی چې لوښي یې د آسمان له ستورو او سیارو له شمېر څخه زیات دي،هغه هم په توره شپه او صاف آسمان کې، د جنت له لوښو څخه چې چا وڅښل بیا پرې تنده نه راځي، پدې حوض کې د جنت دوه ناوې بهیږي، چا چې ترې څښاک وکړ؛ نه تږی کیږي، پلنوالی یې د اوږدوالي په اندازه دی، لکه د عمان او ایله تر منځه - واټن - اوبه یې له شېدو څخه زیاتې سپینې او له شهدو څخه زیاتې خوږې دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي".
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې د الکهف سورت له پیل نه لس آیتونه حفظ کړي، له دجال څخه به خوندي پاتې شي» او په یوه بله روایت کې راځي چې: «د الکهف سورت له پای څخه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم».
صحيح دی متفق علیه دی