Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 36

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«خلک به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او ناسنته راپورته کړی شي» ماوویل: اې د الله رسوله! ښځې او سړي به یو بل ته ګوري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عائشې! حالت به لدې ډېر سخت وي چې خلک یو بل ته وګوري».
صحيح دی متفق علیه دی
آیا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟»هغوی وویل: په موږ کې مفلس هغه څوک دی چې درهم او توښه ونه لري، نو هغه وفرمایل: «یقینا چې زما په امت کې مفلس هغه څوک دی چې د قیامت په ورځ د لمانځه، روژې او زکات سره راشي، (خو) په داسې حال کې به راشي چې دې ته کنځل کړي، پر ده یې تور (تهمت) پوری کړی، د ده یې مال خوړلی، د ده وینه یې توی کړې او دا یې وهلی؛ نو ده ته به یې له نیکۍ ورکړل شي او دې ته به یې هم له نیکۍ ورکړل شي، نو که چېرته یې نیکۍ مخکې لدې خلاصې شي چې د خلکو حقونه ادا کړي، د خلکو ګناهونه به راواخېستل شي او پر ده به ورواچول شي، او بیا به په اور کې وغورځول شي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"زما حوض د یوې میاشتې واټن - په اندازه اوږد او پراخ - دی، اوبه یې د شېدو څخه سپینې دي، او بوی یې له مشکو څخه غوره دی، جامونه یې د اسمان د ستورو په څېر دي، څوک چې له هغې څخه وڅښي هېڅکله به تږی نشي".
صحيح دی متفق علیه دی
"څوک چې شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نلري، او دا چې محمد د هغه بنده او رسول دی او دا چې عیسی د الله بنده او د هغه رسول دی، او دا چې پر هغه یې د (کُن) په کلمې سره مریم علیها السلام ته د جبریل علیه السلام په واسطه زیری ورکړی، او دا چې د هغه له طرفه روح دی (چې جبریل علیه السلام د هغې په ګریوان کې پو کړی دی) ، او دا چې جنت حق دی او دوزخ حق دی، (چا چې په پورته ټولو شیانو ګواهي ورکړه نو) الله جل جلاله به یې جنت ته داخل کړي که هر څومره عمل یې کړی وي".
صحيح دی متفق علیه دی