Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 4

فلټرونه لرې کړئ
«خبردار اوسئ! نږدې ده چې یو سړي ته به زما لخوا نه حدیث ورسیږي او هغه به بالښت ته تکیه وهلي وي او وایې به : زمونږ او ستاسو تر منځه د الله کتاب دی ، نو څه مو چې پکې حلال وموندل حلال یې ګڼو، او څه مو چې پکې حرام وموندل حرام یې ګڼو، او حال دا چې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حرام کړي دي - حرمت یې داسې دی - لکه الله تعالی چې حرام کړي وي».
صحيح دی ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی
«الله تعالی به زما له امت څخه یو سړی د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په حضور کې ځانته کړي ، او مخې ته به یې نهه نوي صحيفې خپرې کړي، هره صحيفه به د سترګو تر لیدو پورې (پراخوالی) ولري، بیا به ورته ووایي: آیا ته پدې کې له کوم شي څخه انکار کوې؟ آیا تاسو سره زما ساتونکو لیکوالانو ظلم کړی؟ نو هغه به ووایي: نه اې ربه، نو وبه وایې: آیا ته عذر لرې؟ هغه به ووايي: نه اې ربه، نو هغه به وفرمايي: هو، تاسو زمونږ سره یوه نیکي لرئ، نو یو کارت به راوویستل شي چې په هغه کې به: (أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ ) یعنې زه ګواهي ورکوم چې حق معبود نشته دی مګر یو الله دی، او زه ګواهي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی، نو وبه وایي: وزن دې حاضر کړه، نو وبه وایي: دا کارت به د صحيفو پر وړاندې څه شی وي؟ نو هغه به وفرمايي: یقنیا تا سره به ظلم نه کیږي، وایي: دا صحيفې به د تلې په - یوه - پله کې کېښودل شي او کارت به په بله پله کې، نو صحيفې به پورته - سپکې - شي او کارت به دروند شي، ( ځکه ) د الله تعالی د نوم په وړاندې هیڅ شی نه شي درندېدلای».
صحيح دی الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
کله چې دا آیت نازل شو {ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ} [التكاثر: 8] ،بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې پوښتنه كېږي ، نو زبیر وویل: اې د الله رسوله: هغه کوم نعمتونه دي چې زمونږ څخه به یې پوښتنه کیږي، پداسې حال کې چې یوازې دوه تور خواړه لرو چې یو یې خرما او بل یې اوبه دي؟ هغه وفرمایل: «خبردار اوسئ چې له همدې څخه به کیږي».
حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو څه یادونه وکړه، بیا یې وفرمایل: « دا به هغه مهال وي چې علم له منځه لاړ شي» ما وویل: اې د الله تعالی رسوله! علم به څنګه له منځه ځي، حال دا چې مونږ قرآن لولو او خپلو زامنو ته یې لولو، او زمونږ زامن یې خپلو زامنو ته لولي او - دا لړۍ به - د قیامت تر ورځې پورې جاري وي؟ هغه وفرمایل: مور دې درباندې بوره شي اې زیاده، ما خو ته د مدینې تر ټولو زیات پوه انسان ګڼلې، آیا یهود او نصارا تورات او انجیل نه لولي، حال دا چې څه په هغوی - دواړو - کې دي په هیڅ شي یې عمل نه کوي ؟!».
صحيح لغيره ابن ماجه روايت کړی دی