Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 14

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«د انسان پر هر بند صدقه ده، هره ورځ چې لمر راخېژي، د دوو کسانو ترمنځ جوړجاړی کول صدقه ده، د یو چا سره د هغه پر څاروي بارولو کې مرسته کول، چې پرې سپور شي او یا یې ورسره په بارولو کې مرسته وکړي صدقه ده. ښه او خوږه خبره صدقه ده. هر قدم چې ته يې جومات ته د لمانځه لپاره اخلې صدقه ده او د لارې نه د ضرري شي لرې کول هم صدقه ده».
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
"د هغه چا مثال چې د الله جل جلاله له حدودو سره ودریږي او هغه څوک چې پکې ښکېل کیږي د هغه قوم په څېر دی چې په یوه کښتۍ کې قرعه اندازي وکړي، نو ځینو ته یې پورتنۍ برخه ورسیږي او ځینې نورو ته لاندینۍ برخه ورسیږي، نو هغه خلک چې په لاندې طبقه کې دي کله چې اوبو ته اړتیا پیدا کوي په پاسنیو خلکو تیریږي، نو (خپلو کې سره) ووایي: که چېرته موږ په خپله برخه کې سوری کړی وای نو پورته خلک به مو نه ازارول، نو که چېرته یې پریږدي چې هغه کار وکړي د کوم چې اراده لري نو ټول به هلاک شي، او که چېرته یې لاسنیوی وکړي ټول به وژغورل شي».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«زما څخه يو آيت هم - خلکو - ته ورسوئ او د بني اسرائيلو په اړه خبرې وکړئ - هغه پېښې چې هغوی ورسره مخ شوي دي - پدې کې کومه ملامتیا نشته، او چا چې پر ما په قصدي توګه دروغ وویل، نو د ځان لپاره دې په اور کې د ناستې ځای وټاکي».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«داسې ځان غوښتونکي او چارې به وي چې تاسو یې نه خوښوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، ته موږ ته په څه امر کوې؟ هغه وفرمایل: تاسو به هغه حق ادا کوئ چې پر تاسو دی، او خپل حق به له الله جل جلاله څخه غواړئ».
صحيح دی متفق علیه دی
په داسې حال کې چې مونږ په مسجد کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې یو سړی په اوښ سپور راغی، اوښه یې په مسجد کې چو کړه او بیا یې پښې ته ولکه ورواچوله، بیا یې هغوی ته وویل: په تاسو کې محمد څوک دی؟ پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په منځ کې ډډه وهلې وه، نو مونږ وویل: دا سپین سړی دی چې ډډه یې وهلې ده، نو سړي ورته وویل: اې د عبدالمطلب زویه! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ما ځواب درکړ (یعنې خبره دې اورم) نو هغه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: زه له تا څخه سختې پوښتنې کوم، نو - زما په پوښتنو - مه غصه کیږه او زړه ته یې مه نیسه (یعنې خوا دې پرې مه بدوه) نو ويې فرمايل: هر څه دې چې زړه کې وي په اړه یې پوښتنه وکړه، نو ویې ويل: زه له تا څخه ستا د رب او له تا څخه د مخکنيو خلکو د رب په نوم پوښتنه کوم چې آيا ته الله تعالی ټولو انسانانو ته لېږلې يې؟ هغه وفرمایل: هو - الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم - ويې ويل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی تاته امر کړی دی چې مونږ په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه وکړو؟ هغه وفرمایل: هو ، الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم، هغه وویل : زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی تاته امر کړی دی چې د کال دا میاشت - رمضان - روژه ونیسو؟ هغه وفرمایل: هو - الله پوهیږي چې زه ریښتېنی یم - ویې وییل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې زمونږ له مالدارو څخه دا زکات واخلې او زمونږ په غریبانو یې وویشې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، الله پوهیږي چې زه ریښتینی یم، نو سړي وویل: هغه څه دې چې راوړي ما پرې ایمان راوړی دی او زه؛ زما تر شا د خپل قوم د خلکو استازی یم، او زه ضمام بن ثعلبه د بنو سعد بن بکر له قبیلې څخه یم.
صحيح دی متفق علیه دی
"بېشکه دین اسان دی او هېڅوک دا دین نه سختوي مګر دا چې دین به پرې برلاسی شي، نو منځلاري اوسئ (له افراط او تفریط نه ځان وساتئ) او که عمل مو پوره نه شو ادا کولی نو پوره والي ته یې ورنږدې کړئ، او (خلکو ته) زیری ورکړئ، او په سهار او ماسپښین او د شپې په یوې برخې سره مرسته وغواړئ (پدې دریو وختونو کې عبادت وکړئ)".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی