Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 54

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

"په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله ﷺ اشج؛ د عبد القیس اشج ته وفرمایل: «په تا کې دوه ځانګړي خویونه دي چې الله یې خوښوي: (د غصې پر مهال ځان کابو کول حال دا چې کولی شي اقدام وکړې چې دې ته)(حِلم) (وایي، او بل صفت دا چې په پرېکړې کولو کې بیړه نه کوې، بلکې له تفکر څخه کار اخلې چې دې ته (الأناة) وایي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
کله چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم - د مرګ حالات- راغلل، نو خپل مخ یې په خپل یو څادر سره پټ کړ، کله به چې پرې سختي راغله نو لرې به یې کړ، بیا یې پدې حال کې وویل: «په یهودو او نصاراو دې د الله لعنت وي چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې د عبادت ځایونه ګرځولي» د هغوی د کړنو په اړه یې خلکو ته خبرداری ورکاوه.
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې راغی چې ما د خپلو کالیو صندق په یوې تکې سره پوښلی و چې انځورونه پکې وو، نو کله یې چې ولیده بده یې وګڼله، رنګ یې تغیر شو او ویې فرمایل: «ای عائشې د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب هغه چاته ورکول کیږي چې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي» عائشې وویل: نو هغه تکه (ټوکر) مو څېري کړ او یو یا دوه بالښتونه مو ترې جوړ کړل».
صحيح دی متفق علیه دی
زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم پسې شاته په هغه خره سپور وم چې عفیر بلل کېده، نو ویې فرمایل: اې معاذه! آیا په بنده ګانو باندې د الله تعالی په حق پوهیږې، او دا چې بندګان په الله تعالی څه حق لري؟ ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی» نو ما وویل: اې د الله رسوله، آیا خلکو ته زیری ورنه کړم؟ هغه وفرمایل: نه، زیری مه ورکوه چې بیا به په همدې خبره تکیه وکړي».
صحيح دی متفق علیه دی
پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته په حدیبیه کې د سهار لمونځ راکړ پداسې حال کې چې د شپې باران وریدلی و، نو کله یې چې سلام وګرځاوه، خلکو ته یې مخ کړ او ویې فرمایل: « آیا پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: زما بنده ګانو پداسې حال کې سهار کړ چې ځیني له دوی څخه پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور یې کفر کوونکي دي ، نو هغه چا چې وویل: د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما ایمان لرونکی او په ستورو کفر کوونکی دی او هغه چا چې وویل: د فلاني او فلاني ستوري - د راښکاره کېدو - له امله پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما کافر او په ستورو ایمان لرونکی دی».
صحيح دی متفق علیه دی
«چا چې :( لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وویل: او په هر هغه څه یې کفر وکړ چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي، نو د هغه مال او وینه حرام دي، او حساب یې د الله جل جلاله سره دی».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
ماته علي بن ابي طالب رضي الله عنه وفرمایل: آیا زه ته د هغه کار لپاره ونه لیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې زه لیږلی وم؟ دا چې هېڅ مجسمه مه پرېږده پرته له دې چې ورانه یې کړې او هېڅ لوړ قبر مه پرېږده پرته له دې چې برابر یې کړې.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی