Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه یې وبخښل شي».
صحيح دی متفق علیه دی
«الله تعالی فرمايي: د بني آدم هر عمل د هغه لپاره دى پرته له روژې څخه چې هغه زما لپاره ده او زه پرې اجر ورکوم او روژه ډال دی او کله چې په تاسو کې د یو چا د روژې ورځ وي نو پوچې خبرې او په لوړ اواز دې بد رد نه وایي، که چېرته ورته چا کنځلې وکړې او یا یې ورسره شخړه کوله، نو ودې وایي چې زه روژه دار سړی یم، او قسم په هغه ذات چې د محمد صلی الله علیه وسلم نفس د هغه په لاس کې دی چې د روژه دار انسان د خولې بوی د الله تعالی په نزد د مشکو له بوی څخه پاکیزه دی، د روژه دار لپاره دوه خوښۍ دي چې خوشحاله کوي یې: کله چې روژه ماته کړي نو خوشحاله شي او کله چې د خپل رب سره مخ شي نو په خپله روژه خوشحاله شي».
صحيح دی متفق علیه دی
«کله چې رمضان راشي نو د جنت دروازې پرانیستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي او شیطانان په زنځیرونو وتړل شي».
صحيح دی متفق علیه دی