Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 2

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې دې ادا کړی شي.
صحيح دی متفق علیه دی
کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم زمونږ تر منځه و نو موږ به د هر کوچني او لوی، ازاد او غلام سرسایه له خوړو یوه پيمانه، یا له کورتو یوه پيمانه، یا له وربشو یوه پيمانه، یا له خرماوو یوه پیمانه او یا له ممیزو یوه پیمانه ورکوله، تر هغه پورې موږ همداسې سرسایه ورکوله تر څو چې معاویه بن ابی سفیان رضي الله عنه د حج او یا عمرې لپاره راغی نو خلکو سره یې په منبر خبرې وکړې، په خپلو خبرو کې وویل: زما په اند چې د شام دوه لپې غنم د خرماوو د یوې پیمانې سره برابر دي، نو خلکو په همدې عمل وکړ، ابو سعید وویل: ما چې پخوا کومه سرسایه ورکوله لدې وروسته یې هم وباسم او تر څو چې ژوندی یم د تل لپاره به همداسې کوم (یعنې بدلون په کې نه راولم).
صحيح دی متفق علیه دی