عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
د حدیث درجه
روایت شوی په
پاتې سرچینې وښایاست
راوي
ټول راویان وښایاست (54)
يو سړي وویل چې اې د الله رسوله! زما خپلوان دي زه ورسره خپلولي پالم او هغوی يې راسره نه پالي، زه ورسره ښه کوم او هغوی راسره بد کوي، زه بد برداشت کوم او هغوی راباندې غصې کوي، نو نبي صلی الله عليه وسلم ورته وويل: «که ته داسې يې لکه څنګه چې وايې نو ګويا داسې ده لکه ته چې يې په مخونو کې ايرې بادوې، او تر هغه به د الله له پلوه له تاسره مرستندوي وي چې دغه ډول اخلاق کوې».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«یقینا چې الله جل جلاله له بنده څخه هغه مهال راضي کیږي کله چې هغه یوه مړۍ وخوري او بیا پرې د هغه ستاینه وکړي (الحمد لله ووایي) او یا یو ګوټ اوبه وڅښي او د هغه ستاینه پرې وکړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ".
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې د خپل ګاونډي درناوی وکړي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو هغه دې د خپل میلمه پالنه وکړي».
صحيح دی متفق علیه دی
"مسلمان ته کنځل کول فسق دی، او له هغه سره جنګ کول کفر دی".
صحيح دی متفق علیه دی
(ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم).
صحيح دی مسلم روايت کړی دی