Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 121

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

راوي

ټول راویان وښایاست (54)
معاذ رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو ورته یې وویل: «اې معاذ بن جبل» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! هغه وفرمایل: «اې معاذه» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! درې ځلې، ویې فرمایل: " هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي»، هغه وویل: اې د الله جل جلاله رسوله آیا پدې سره خلکو ته خبر ورنکړم تر څو یو بل ته زیری ورکړي؟ هغه وفرمایل: بیا به هغوی په همدې تکیه وکړي او عمل کول به پریږدي، بیا معاذ خلکو ته د مړیني پر مهال خبر ورکړ تر څو د علم په کتمان سره ګناهکار نشي.
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله ﷺ اشج؛ د عبد القیس اشج ته وفرمایل: «په تا کې دوه ځانګړي خویونه دي چې الله یې خوښوي: (د غصې پر مهال ځان کابو کول حال دا چې کولی شي اقدام وکړې چې دې ته)(حِلم) (وایي، او بل صفت دا چې په پرېکړې کولو کې بیړه نه کوې، بلکې له تفکر څخه کار اخلې چې دې ته (الأناة) وایي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله تعالی به هغه چا ته نظر و نه کړي چې خپل کالي د تکبر په نیت د ځان پسې راکاږي».
صحيح دی متفق علیه دی
"د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي ."
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو سړى راغى، ويې ويل: (زما سپرلۍ مړه شوه او زه په لاره کې پاتې یم) نو ما په یوه سپرلۍ سپور کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «زه يې نه لرم»، نو یو سړي وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! زه به یو څوک وروښایم هغه به یې سپور کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«د الله تعالی په وړاندې تر ټولو مبغوض انسان هغه دی چې تل سخت جګړه مار وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«رَغِمَ أَنْفُ، ثُمَّ رَغِمَ أَنْفُ، ثُمَّ رَغِمَ أَنْفُ»، قِيلَ: مَنْ؟ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: «مَنْ أَدْرَكَ أَبَوَيْهِ عِنْدَ الْكِبَرِ، أَحَدَهُمَا أَوْ كِلَيْهِمَا فَلَمْ يَدْخُلِ الْجَنَّةَ». «د هغه چا پوزه دې خړه شي بيا دې پوزه خړه پړه شي بيا دې پوزه خړه پړه شي» وویل شو: څوک؟ اې د الله رسوله! ویې ویل: «څوک چې په زوړوالي کې مور او پلار دواړه او يا یو له دوی څخه لاندې کړي او بيا هم جنت ته داخل نه شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«لعنت کوونکي کسان به د قيامت په ورځ نه شاهدان وي او نه شفاعت کوونکي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی