Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 121

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

راوي

ټول راویان وښایاست (54)
"قسم خوړل د مال خرڅولو (پلورلو) لپاره وسیله، خو د برکت ختمېدو سبب ګرځي".
صحيح دی متفق علیه دی
یوه غریبه ښځه زما خوا ته راغله چې خپلې دوه لوڼې یې له ځان سره راوستې وې، نو ما درې خرماوې ورکړې، هغې هرې یوې ته یوه یوه خرما ورکړه او دریمه خرما یې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، نو دوو لوڼو یې ترې وغوښته، نو هغې هغه خرما چې غوښتل یې خپله یې وخوري د هغوی ترمنځ ووېشله، نو زه د هغې دې عمل ته حېرانه شوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې د هغې کېسه وکړه، نو هغه وفرمایل: «الله تعالی ورته پرې جنت واجب کړ او یا دا چې له اور څخه یې پرې خلاصه کړه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«إِنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ أَيِسَ أَنْ يَعْبُدَهُ الْمُصَلُّونَ فِي جَزِيرَةِ الْعَرَبِ، وَلَكِنْ فِي التَّحْرِيشِ بَيْنَهُمْ». "په عربي ټاپووزمه کې شیطان له دې نا امیده شوی چې څوک یې عبادت وکړي، خو په دوی کې له مخالفتونو او تر منځه یې شخړو اچولو څخه نه دی نا امیده شوی".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"د هغو خلکو کورونو ته مه ننوځئ چې پر ځانونو یې ظلم کړی دی، مګر د ژړا په حال کې؛ که نه نو تاسو به هم د دوی په څېر برخلیک سره مخ شئ" بیا یې خپله (سپرلۍ) چټکه کړه، تر دې چې له سیمې تېر شو.
صحيح دی متفق علیه دی
"څوک چې په دنيا کې ورېښم واغوندي؛ په آخرت کې به یې نه اغوندي".
صحيح دی متفق علیه دی
«هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رسیږي آن تر دې چې یو اغزی چې کله یې په پښه کې لاړ شي، مګر دا چې الله جل جلاله به یې ورته د ځینې ګناهونو کفاره وګرځوي».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو اعرابی (اطرافی سړی) راغی او ورته یې وویل: ماته یو داسې عمل را وښیه چې که زه یې وکړم جنت ته به داخل شم، هغه ورته وفرمایل: «چې د الله تعالی عبادت وکړې او له هغه سره څوک شریک نه کړې، فرض لمونځ ادا کړې، فرض زکات ورکړې او د رمضان (میاشت) روژه ونیسې»، هغه وويل: قسم په هغه ذات چې زما روح يې په لاس کې دى، له دې څخه به یې زیات نه کړم، نو کله چې ولاړ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که څوک غواړي چې له جنتیانو څخه یو سړي ته وګوري، نو دې ته دې وګوري».
صحيح دی متفق علیه دی
«چا چې د دوه وو لورګانو سمه روزنه وکړه تر دې چې لویې شي، نو د قیامت په ورځ به زه اوهغه سره یو ځای یو» او خپلې ګوتې یې سره جوختې کړې.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی