Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 121

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

راوي

ټول راویان وښایاست (54)
«مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ». "څوک چې په قصدي توګه پر ما درواغ ووايي، هغه دې په دوزخ کې د خپل د ناستي ځای وټاکي ".
صحيح دی متفق علیه دی
زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وم چې دوو کسانو سره یو بل ته کنځلې کولې، نو د یو مخ سور شو او د مرۍ رګونه یې (له ډېرې غصې) راوپړسېدلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "زه په یوه کلمه پوهیږم چې که ویې وایي، نو غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ) یعنې: زه له شیطان څخه په الله پناه غواړم ووایې: نو هغه څه به ترې لاړ شي چې دی ورسره مخ دی" نو هغوی ورته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: له شیطان څخه په الله پناه وغواړه»، هغه وویل: آیا پر ما لیونتوب دی؟
صحيح دی متفق علیه دی
«کله چې ستاسو څخه یو څوک خوراک کوي، نو په ښي لاس دې وخوري، او کله چې څښاک کوي، نو په ښي لاس دې وڅښي، ځکه چې شیطان په چپ لاس خوراک کوي او په چپ لاس څښاک کوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي».
صحيح دی متفق علیه دی
"په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي".
صحيح دی متفق علیه دی
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه ځینو خلکو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: اې د الله رسوله! اجرونه خو ټول مالدارانو واخېستل؛ هغوی لکه زمونږ په څېر لمونځونه کوي، زمونږ په څېر روژې نیسي، او خپل اضافي مالونه خیراتوي، هغه وویل: «آیا تاسو ته الله تعالی هغه څه نه دي درکړي چې تاسو یې صدقه کړئ؟ هره تسبیح صدقه ده، هر تکبیر ویل صدقه ده، هر الحمد لله ویل صدقه ده او تاسو ته په کوروالي کې صدقه ده»، هغوی وویل: اې د الله رسوله! زمونږ څخه به یو کس خپل شهوت پوره کوي او هغه ته به پرې اجر وي؟ هغه وویل: «راته ووایئ که چېرته یې په حرامو کې پوره کړي و نو آیا ګناهکار شوی به و؟ نو همداسې ده، کله چې خپل شهوت د حلال لارې پوره کړي نو اجر ورته شته».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«ډېر ځله ببر سړی او خړپړ چې خلک يې پر خپلو دروازو کې هم نه پرېږدي، که په الله قسم وکړي، نو الله به يې بري کړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوو کارونو امر وکړ او له اوو کړنو څخه یې منع کړو: موږ ته یې د ناروغ په پوښتنې، د جنازې پسې تللو، پرنجي کوونکي ته (یرحمک الله) ویلو، قسم یا قسم کوونکي ته براءت ورکولو، د مظلوم ملاتړ کولو، د بلونکي بلنې منلو، او سلام دودولو امر کړی او د طلا یعنې سرو زرو ګوتو په لاس کولو، یا د مهر لپاره کارولو، سپین زرینو لوښو کې له څښلو، په سپرلۍ د ورېښمني زین له اېښودلو او ورښمین ټوکر له اغستلو څخه منع کړي یو، همدا رنګه یې د هر ډول ورېښمو له کارولو منع کړي یو؛ هغه که عادي وي، یا غلیظ وي او یا قیمت بها ورېښمین.
صحيح دی متفق علیه دی