Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 121

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

راوي

ټول راویان وښایاست (54)
"که خلک پوهېدلی چې په اذان او د لمانځه په لومړي صف کې څه دي (څومره ثواب دی) بیا یې لدې پرته بله لار نه موندله چې پچه پرې واچوي، نو پچه به یې اچولې وای، او که پوهېدلی چې لمانځه ته په وختي تللو کې څومره (ثواب) دی، نو یو له بل څخه به مخکې کېدل؛ او که پوهېدلی چې په ماخوستن (عِشاء) او د سهار په لمانځه کې څومره (ثواب) دی، نو خامخا به ورته حاضر شوي وو که څه هم په خاپوړو وای".
صحيح دی متفق علیه دی
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د نیکۍ او ګناه په اړه پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: «الْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ، وَالْإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ». «نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه دي چې ستا په زړه کې ټکه پیدا کړي او بد ګڼې چې خلک پرې خبر شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"هره نیکي صدقه ده".
صحيح دی البخاري د جابر له حدیث څخه روایت کړی او مسلم د حذیفة له حدیث څخه.
«مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي».
صحيح دی متفق علیه دی
"یقینا چې حلال څرګند او حرام څرګند دي، او ددې دواړو تر منځه هغه چارې دي چې حلال او حرام یې څرګند ندی (شکي چارې دي) چې ډېری خلک پرې نه پوهېږي، نو چا چې لدې شکي چارو څخه ځان وساته په حقیقت کې هغه خپل دین او عزت وساته، او څوک چې پدې شکي چارو کې ښکېل شو هغه په حرامو کې ولوېد، لکه یو چوپان چې د فصل (پټي) خواوشا رمه څروي نو - هره شېبه - شوني ده چې ورګډه شي او پکې وڅریږي - خبردار اوسئ چې هر پادشاه د ځان لپاره منع شوي ځایونه لري چې هلته ورننوتل منع وي - نو خبردار اوسئ چې د الله تعالی منعه شوي ځایونه د هغه محارم دي؛ یعنې هغه کارونه چې هغه حرام کړي دي، خبردار اوسئ چې په بدن کې د (غوښې) یو ټوټه ده، که هغه روغه وه ټول بدن روغ دی، او که فاسده وه نو ټول بدن فاسد دی، خبردار اوسئ چې هغه زړه دی".
صحيح دی متفق علیه دی
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: کوم کار الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وفرمايل: «لمونځ په خپل ټاکلي وخت» هغه وويل: بيا کوم؟ ويې فرمايل: «بيا له مور او پلار سره نیکي»، هغه وويل: بيا څه؟ ویې فرمایل: د الله په لاره کې جهاد» هغه وفرمایل: ماته یې د هغوی په اړه وویل، که ما ترې نور زیاتوالی غوښتی و، یعنې زیاتې پوښتنې مې ترې کړې وې نو خامخا به یې زیات معلومات راکړي وو.
صحيح دی متفق علیه دی
«کله چې اذان کوونکی: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووایي: نو ستاسو څخه دې یو اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ، ووایي، بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، دا دې هم : أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايی، نو دا دې هم : أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايي، بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ ووایي او دې به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ ووایي، دا به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي، بیا چې مؤذن: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي، دا به هم: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي. بیا چې (اذان کوونکی) لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، او دا د زړه نه: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ووایي، نو جنت ته داخل شو».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-، نو کله چې لاسونه ووینځي، ټول هغه ګناهونه یې له لاسونو څخه له اوبو سره وځي چې د ده لاسونو تیری کړی وي- او یا د اوبو له وروستي څاڅکي سره - او کله چې پښې ووینځي، نو هره ګناه یې له اوبو سره وځي چې په پښو ېې تر سره کړي وي او یا د اوبو له وروستۍ څاڅکي سره، تر دې چې له ګناهونو پاک راووځي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی